د شریعت تطبیق موږ منځنیو پیړیو یا زر کاله وروسته زمانې ته بیايي !!!

ترجمه : عبد الله صدیقی

دیموکراتان او د اسلام مخالفین وایي:

د شریعت تطبیق موږ منځنیو پیړیو یا زر کاله وروسته زمانې ته بیايي.
ځواب: کومې زمانې ته مو بېرته بیايي؟ درسول الله صلی الله علیه وسلم زمانې ته او که د صحابه و زمانې ته ؟ او یا د عمر فاروق زمانې ته چې فارس او روم قصرونه یې لړزول ؟
او یا امویانو زمانې ته مو بیايي چې دوی خپله په شام کې وو او د هغوی لښکرې د هسپانیا په زړه کې وې؟
او یا د عباسیانو زمانې ته چې غربیانو ورته سجدې کولې ؟
او یا د عبد الرحمن (داخل) زمانې ته چې فرانسه او ایټالیا یې محاصره کړي وو؟
او یا د عبد الرحمن (اوسط) زمانې ته چې هسپانیا، پرتګال او جنوبي فرانسې باندې یې حکومت کاوه ؟
او یا د سلطان محمود غزنوي زمانې ته چې په هند یې حکمروایي کوله ؟
او یا د سلطان قطز زمانې ته چې ټول بشریت یی د مغولو دخطر نه وساته ؟
او یا د نور الدین زنګي او صلاح الدین ایوبي زمانې ته چې د صلیبیانو لښکرې یې وټکولې؟
او یا د عثمانیانو زمانې ته چې ټوله دنیا باندې حکومت کاوه ؟
کاش موږ پخوانۍ زمانې ته زر کاله وروسته ولاړ شو ، چې لږ انساني عزت خو راته بېرته حاصل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button