د تیر ماښام بریدونو په کابل کې ۴۹ او په غور کې تر ۳۰ زیات کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د ماښام د لمانځه په مهال د کابل په دشت برچي کې د پل خشک اړوند سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه مسجد (امام زمان) باندې یوه بریدګر دخپل ځان پورې تړلیو بمونو ته دخلکو په منځ کې انفجار ورکړ چې وروستي راپورونه ښیي په یاد برید کې تر ۴۹ پورې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
داعش ډله چې دمذهبي تاوتریخوالي د زیاتوالي په موخه تل د داسې بریدونو هڅه کوي، منلې؛ چې یاد برید دوی ترسره کړی او په یوه وینا پاڼه کې یې دلسګونه شیعه ګانو د وژنې خبر ورکړی دی.
بلخوا د کابل له خونړۍ پیښې سره همهاله یو شمیر وسلوالو
د غور په دولینه ولسوالۍ کې هم پر یوه جومات چې سیمیز پولیس (اربکیان) د مازدیګر د لمانځه په موخه را جمعه شوي و؛ برید ترسره شوی چې لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده
د دولینه ولسوال احمد حسین دانشیار رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ د مازدیګر د لمانځه پر مهال د خواجه ګان په جومات کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۳۰ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د غور ولایت د پولیسو ویاند اقبال نظامي منلې چې چاودنه خواجه ګان په جومات کې را منځته شوه چې له امله یې د اربکیانو د یوه قومندان «فضل الاحد» په شمول یو شمیر اربکیان وژل شوي دي.
د غور د برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې ندی منلی .
خو تیر ته په کتو سره ښایي هغه برید کې داعشي وسلوالو ترسره کړی وي.
څه موده وړاندې د غور په سطحه ټولو داعیشانو د طالبانو سره بیعت وکړ او خپل ټول وسایل او امکانات یې هغوی ته تسلیم کړل، چې ښایي دا ناوړه کړنه هم د استخباراتي حلقاتو لخوا د دواړو ډلو تر منځ تنافر ته د لمن وهلو په خاطر شوې وي.



