د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارلانشا مشر له دندې لرې شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۹): د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر د ولسمشر اشرف غني له خوا له دندې لرې کړای شو.
د ولسشمرۍ ماڼۍ يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې امام محمد وريماچ په کارونو کې د بې پروايۍ له امله د اشرف غني په ځانګړي فرمان له دندې لرې شوی دی.
د سرچينې په وينا، په ښاغلي وريماچ د فساد يو شمير تورونه دي او تر څنګ يې د دندې په ترسره کولو کې هم پاتې راغلی دی.
د نوموړي پر وړاندې د راتلونکو ټاکنو تنظیم، د کمیسیون داخلي چارې او داسې نور سخت کارونه پراته و، چې اوس ویل کېږي ده یې د ترسره کولو توان نه درلود.
سياسي ډلې له اوسه د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، چې د ټاکنو کميسيون د دغې ادارې ظرفيت نه لري او دوباره دې ورباندې کتنه وشي.
تر اوسه خپله وريماچ او د ګډ حکوت چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.



