پاکستان په افغاني محصولاتو درې برابره ماليه لوړه کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۹): پاکستان له افغانستان څخه د سبزيو، لبنياتو، وچو او تازه ميوو په وارداتو درې برابره ماليه لوړه کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې پاکستان پر لسګونه قلمه افغاني محصولاتو ګمرکي ماليه درې برابره لوړه کړې ده.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي رسنيو ته ويلي، چې پاکستان د تلې له ۲۵ وروسته دغه قانون پلی کړی، چې له کبله يې افغان سوداګرو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

نوموړی وايي، د پاکستان د حکومت دغه چاره په افغاني صادراتو منفي تاثير کولی شي.

ويل کېږي، چې نړيوال بانک د افغانستان د مخ پر زوړ اقتصاد اندېښنه ښودلې او د شنونکو په باور که د هېواد روان اقتصادي وضعيت همداسې دوام پيدا کړي، ښايي د پيسو له نړيوال بانک څخه يو ځل بيا قرض اخيستلو ته مجبور شي.

داسې راپورونه هم شته، چې د ضعيف اقتصاد پر سر د ځينو لوړپوړو چارواکو تر منځ ترخې خبرې هم تبادله شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button