کرېکټ: افغانستان په څلور ورځنۍ لوبه کې هانک کانګ ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶):د افغانستان او هانک کانګ لوبډلو ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبه افغانستان په یو اېننګز او د ۱۷۳ منډو په توپیر وګټله.
د دغو څلور ورځنیو لوبو پچه هانک کانګ وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې یې ډېر مقاومت ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۴۲منډو وسوځېده.
افغانستان د توپ وهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۴۶۵ منډې وکړې او هانک کانګ ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
نن هانک کانګ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله ۱۵۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، چې افغانستان دغه لوبه یوه اېننګز او د ۱۷۳ منډو په توپیر وګټله.
په افغان توپوهونکو کې لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۱۲۵، جاوېد احمدي ۱۰۸، محمد نبي عیسی خېل ۶۳، احسان جنت ۶۳، رحمت شاه ۵۷ او ناصر جمال د ۳۷ منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شو.
د توپ اچونې په برخه کې په دواړو پاڼیو کې افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه او دغه څلور ورځنۍ لوبه یې په دویمه ورځ په خپله بریا پای ته ورسوله.
راشد خان اووه، ظاهر خان پنځه، دولت ځدراڼ هم پنځه او محمد نبي عیسی خېل درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی راشدخان شو.
د یادونې وړ ده، چې د دغې لوبې په ګټلو سره، د انټرکانټېننټل کپ سیالیو په لړۍ کې افغانستان تر آیرلنډ مخکې شو او په دغه جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.



