کابل کې چاودنې پنځلس تنه وژلي

(کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): نن مازیگر مهال د پلازمېنې کابل په قمبر څلور لارې کې د مارشال فهیم پوهنتون د دروازې مخې ته چاودنه وشوه.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، نن مازیگر مهال د جنرال فهیم نظامي پوهنتون مخې ته چاودنې پنځلس ته وژلي او څلور نظامیان یې ټپیان کړي دي.
د وزیري په خبره، چاودنه د موټر سایکل پر مټ شوې او مړه او ټپیان د مارشال فهیم پوهنتون نظامي افسران وو، چې دلته یې زده کړې کولې.
د نننۍ چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
تېره شپه د کابل دشت برچې په سیمه کې د امام زمان پر مسجد داعشي وسلهوالو برید وکړ، چې ۵۶ تنه یې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.



