د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ۴ هیوادونو ته په سفر وخوځید:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک ټیلرسن ۴ خپلمنځي مخالفو هیوادونو ته چې د یو بل سخت رقیبان بلل کیږي د دیپلوماتیکو خبرو لپاره خپل سفر پیل کړ.
ټیلرسن هند ته او بیا پاکستان ته د دې سفر په تکل روان ده چې په سیمه کې په تیره بیا په افغانستان کې د امریکایي ولسمشر ټرمپ د جګړییزې ستراتیژي ملاتړ پیدا کړي.
راپورونه وایي چې ټیلرسن به له هندي چارواکو د تیر په څیر یوځل بیا افغانستان کې د خپل نظامي شتون غوښتنه وکړي تر څو پدې هیواد کې جګړه یواځې تر لویدیځوالو منحصره نشي، هغه څه چې امریکایان ویره لري چې ښایي د دوی جګړییزه ستراتیژي به روسیه او چین را وپاروي.
د دې تر څنګ امریکا هڅه کوي تر څو پر پاکستان ومني چې افغانستان ته دې د هندي ځواکونو له استولو سره مخالفت نکوي .
د چارو څاروونکي پدې آند دي چې هند به هیڅکله په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته زړه ښه نه کړي، ځکه که له یوې خوا یې سخت رقیب پاکستان په مخ کې خنډ ده له بل پلوه د چین له مخالفتونو هم ویره لري چې پدې وروستیو کې یې له دې هیواد سره اړیکې تر بل هر وخته کړکیچنې شوې دي.
له ۲۰۰۰ کال را وروسته د هند او امریکا تر منځ سوداګري ۶ برابره زیاته شوې او امریکا ژمنه کړې چې د دې هیواد سره به خپلې اړیکې لا ګرمې وساتي.
له بل پلوه ټیلرسن غواړي قطر او سعودي ته چې خپل منځي رقابت یې د سیمې هیوادونه اندیښمن کړي سفر وکړي.
ټیلرسن داسې مهال داسفر کوي چې سعودي له اسرایلو سره او قطر بیا له ایران او ترکیې سره دیپلوماتیکې اړیکې ګرمې کړې دي.
اټکل کیږي چې ټیلرسن به دواړه لوري داسې خپلمنځي تفاهم ته وهڅوي چې د امریکا ګټې پکې خوندي وي.



