امریکا غواړي افغانستان د لویو قدرتونو سره د جګړې د ډګر په توګه وکاروي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ فرید افغان)

د هیل په نامه یوې امریکایي نشریې تیره ورځ په خپله ګڼه کې د یوه امریکایي شنونکي ‹‹جیسون ام برودسکي›› چې د سیمې په چارو ژور نظر ساتي، لیکنه خپره کړې وه.
په لیکنه کې راغلي چې امریکایان په لوی لاس غواړي چې افغانستان کې سیمیز رقابتونه راوپاروي او افغانستان د سیمیزو قدرتونو د لوبې په ډګر بدل کړي .
د نوموړي په خبره؛ د تهران او نړیوالو ترمنځ شوي تړون چې اوس یې امریکا د لغوه کولو خبرې کوي، دې ته لاره هواره کړې چې په افغانستان کې تهران او مسکو امریکایانو ته ستونزې جوړې کړي او د امریکا ضد جګړه نوره هم پراخه کړي.
نوموړی زیاتوي چې د امریکایان هر فرمایش منل او د افغان حکومت لړزانده سیاست ښایي افغانستان د سیمیزو قدرتونو د زور آزمویلو په ډګر بدل کړي.
چې قرباني به یې یواځې افغانان وي او ګټې به یې دا هیوادونه ترلاسه کوي.
د ده په خبره د افغانستان د روانې غمیزې لوی لامل په افغانستان کې د امریکا نظامي شتون ده چې افغانستان ته یې هیڅ ستراتیژیکه ګټه نشته.

بلخوا د سیاسي چارو افغان شنونکي غلام جیلاني ځواک رسنیو ته ویلي چې د سیمې هېوادونه داعش ډله د سیمې د امنيت لپاره یو ګواښ ګڼي او امریکا بیا د همدې ډلې ملاتړ کوي، نو د دې ډېر امکان شته چې روسیه او ایران به په غبرګون کې په نورو لارو غور وکړي او روانه جګړه به نوره هم اوږده شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button