د گډ حکومت لومړی مشر اشرف غني پکتیا ته تللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۳۰ )په پکتیا کې د وروستي برید وروسته ولسمشر اشرف غني پکتیا ته رسېدلی دی.
د پکتیا چارواکي وايي، چې اوسمهال اشرف غني د ۲۰۳ تندر قول اردو کې دی او د پکتیا له امنیتي چارواکو سره د دې ولایت په امنیتي وضعیت خبرې کوي.
له ارگه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پکتيا ولسونو او مشرانو سره د غمشريکۍ په موخه پکتيا ته ورسېد.
وسلهوالو طالبانو تېره اوونۍ په گردېز کې د پولیسو پر روزنځای او امنیه قومندانۍ د اتو سرتېرو بریدگرو پر مټ بریدونه وکړل، چې ۲۷۷ پولیس پکې ووژل شول او ۱۶۲ تنه پکې ټپیان شول.
وسلهوالو طالبانو وروستی برید په پلازمېنه کابل کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون پر افسرانو وکړ، چې پنځلس افسران پکې ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.



