پاکستان کراچۍ: د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۸ وسله وال وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳۰): د پاکستاني رسنيو راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د کراچۍ ښار د ځانګړو ځواکونو يوه وياند رسنيو ته ويلي، چې د ترهګرۍ ضد دغه عمليات د بلديه ټاون په رييس کوټ سيمه کې ترسره شوي دي.
دغه عمليات د شنبې او يکشنبې په شپه شوي دي.
په راپور کې د وياند له قوله راغلي، چې ځانګړو ځواکونو او د (سي ټي ډي) پوليسو په يوه کور چاپه واچوله، چې پر مهال يې د وسله والو او پوليسو تر منځ ډزې هم تبادله شوي دي.
دوی وايي، په دغه ډزو کې پنځه وسله وال ځای پرځای ووژل شوی او درې نور چې ټپيان شوي و، روغتون ته په لاره ساه ورکړه.
تر اوسه پورې د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
خو پوليس وايي، په هغه سيمه کې چې عمليات شوي په زياته اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي يې ترلاسه کړي دي.
ويل کېږي، ځينې وسله وال د پېښې له ځای څخه تښتېدلي هم دي، چې پوليس وايي هغوی پسې يې د لټون عمليات پيل کړي دي.
د پوليسو په وينا، د وسله والو سره په نښته کې درې سرتيري هم ټپيان شوي دي.



