مشرانو جرګه: ژر تر ژره باید لویه جرګه راوبلل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱ فرید افغان)

تیره ورځ د مشرانو جرګې غړو د هیواد پر روان وضعیت اندیښنه څرګنده کړه او د مرګونو او لویو حملو لامل یې د امریکا دجګړییزې ستراتیژي تداوم وباله.
مشرانو جرګې وویل چې د امریکا نوې تګلارې اعلان په هیواد کې د جګړې د پراخیدو سبب ګرځیدلې او هیڅ امنیتي وضعیت ورسره ندی ښه شوی.
سناتورانو وویل؛ له حکومت څخه یې د امنیتي وضعیت د ښه کیدلو تمه شلیدلې او د حل یواځنۍ لاره یې د لویې جرګې راغوښتل ښوودلي.
د مشرانو جرګې دوو سناتورانو آصف صدیقي او زلمی زابلي د امریکایي ولسمشر تګلاره چې په جګړییز حل ټینګار کوي، د افغان وژنې جوړه شوې دسیسه بولي او په وینا یې چې ‹‹دا تګلاره نشي کولای په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي››
د جرګې نورو غړیو وویل چې د حکومت سیاسي مهار د نورو په لاس کې او له همدې امله ‹‹د هرې ورځې په تېرېدو د جګړې لمن پراخېږي او حکومت یې په پټو سترګو ملاتړ ته دوام ورکوي››
سناتوران له روان وضعيت څخه د راوتو په هدف د حکومت له لوري د لويې جرګې پر نه رابللو نيوکه کوي او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د لويې جرګې اجنډا مشخصه کړي.
د لویي جرګې د راغوښتلو لومړۍ غوښتنه پخواني جمهور رئیس حامد کرزي وکړه چې تر هغه وروسته ورسره ډیرو بنسټونو دا غږ بدرګه کړ.
سناتورانو وویل چې حکومت او امریکایان دواړه د لویې جرګې له تدویر څخه ویره لري.
د دوی په وینا چې افغان حکومت خپله بقا په لویه جرګه کې نه ویني او امریکایان چې د خپلو ګټو په زیان یې بولي مخالفت کوي او نه غواړي چې داسې ملي اجماع رامنځته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button