نیویارک ټایمز: امریکایي استخبارات به پر طالبانو حملې زیاتې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱ فرید افغان)
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، د امریکا د مرکزي استخباراتو اداراې ګواښ کړی چې د طالبانو پر خوندي مراکزو به خپلو مرموزو حملو ته زور ورکړي او هڅه یې داده چې د دې ډلې مشران په نښه کړي.
امریکایي چارواکو ویلي چې د دې هیواد استخباراتي اداره چې رسما یې په افغانستان او پاکستان کې د بریدونو د ترسره کولو اجازه تر لاسه کړې، غواړي افغانستان ته کوچنۍ ډلې استوي چې له افغان ځانګړو ځواکونو سره په ګډه د طالبانو مشران او قومندانان ووژني.
امریکایي چارواکو ویلي چې دا اقدام د ټرمپ د هغې جګړییزې ستراتیژي یوه برخه ده چې په دې وروستیو کې یې اعلان کړه.
د ستراتیژي تر مخه؛ امریکایان کولی شي په هرځای او هر وخت کې د طالبانو خوندي مراکز او د هغوی اشخاص او افراد په نښه کړي.
سي آی اې د دې راپور په هکله له څه ویلو ډډه کړې.
افغان چارواکي وایي چې له امریکایي چارواکو د دوی جدي غوښتنه داوه چې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د بریدونو د پرخوالي له کبله روانه اونۍ افغان ځواکونو ته د سر لوی زیان واوښت چې تر ۳۰۰ ډیر ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
همداراز د سختو هوایي بریدونو له کبله سلګونو ملکي وګړو ته چې افغان عسکر هم پکې شامل و مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو پر افغان حکومت غږ کړی چې له امریکایانو دې د مرستو هیلې نلري او په وینا یې چې امریکایان ترې د ‹‹پیپسي›› د بوتل په حیث کار اخلي چې د خپلو شومو اهدافو له پوره کولو وروسته به یې لرې وغورځوي.
بلخوا تیره ورځ د مشرانو جرګې ویلي چې امریکا غواړي د یوې دسیسې له مخې د افغان وژنې پروسه مخته یوسي او غوښتنه یې کړې چې د روان وضعیت د کنترول لپاره باید ژر تر ژره لویه جرګه راوبلل شي .



