فارياب: لس محلي پوليس له وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم۱): په فارياب ولايت کې له تېرو دوو ورځو راهيسې دا درېيمه ډله محلي پوليس دي، چې وسله والو طالبانو ته تسليميږي.
د دغه ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ څخه يوې سيمه ييزې سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې په قوره سيمه کې شپږ تنه اربکيان (محلي پوليس) وسله والو طالبانوته تسليم شوي دي.
د سرچينې په وينا، دغو پوليسو ځينې وسلې هم له ځان سره طالبانو ته وروړي دي.
له بله خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم د شپږو اربکيانو تسلېمدل تائيد کړي، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
په عين حال کې د دغه ولايت له قيصار ولسوالۍ څخه هم وسله والو طالبانو ته د درې تنو محلي پوليسو د تسليمېدو خبر ورکړل شوی دی.
طالبانو ويلي، چې د يادې ولسوالۍ د غوره اوبوري په سيمه کې ورته درې اربکيان (محمد، اسدالله، غلام سخي) له خپلو وسلو سره تسليم شوي دي.
په داسې حال کې د يادو پوليسو د تسلمېدو راپور ورکول کېږي، چې تېره ورځ د دغه ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ چارواکو ويلي و، چې د سرحوض په سيمه کې د يو قومندان غلام قادر رحماني په ګډون شپږ محلي پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.
د پښتون کوټ ولسوال ميرويس سيدزوی وايي، چې يادو پوليسو پنځه کلاشنکوفونه، يوه پيکا او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي توکي هم طالبانو ته سپارلي دي.
تر اوسه چارواکو د وروستيو تسليم شويو عسکرو په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو ځايي خلک وايي چې په ډيرو سيمو کې محلي پوليس د وسله والوطالبانو له لوري کلابند شوي، ښايي نور پوليس هم تسليم شي او خپلې سيمې طالبانو ته پرېږدي.
وخت ناوخت وسله والو طالبانو ته په خپله خوښه ملي اردو، پوليس، اربکيان او ځينې امنيتي منسوبين تسلمېږي چې وروسته د طالبانو له لوري په ضمانتونو او دولت سره د بيا دندې نه کولو په شرطونو خوشې کېږي.



