د ګډو ځواکونو په عملياتو کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱): تېره شپه ګډو ځواکونو په ننګرهار، غزني او زابل ولايتونو کې عمليات کړي، چې پر مهال يې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه نور يې له ځان سره بنديان کړي دي.
د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د غني خېلو ولسوالۍ مربوط د “ګولايي” په سيمه کې شپني عمليات کړي، يو کس وژل شوی او څلور نور يې له ځان سره وړي دي.
د سرچينې په وينا، ګډو ځواکونو د ځايي خلکو له کورونو پيسې او ځينې ګران بيه توکي هم وړي دي.
د غني خېلو يوه اوسېدونکي رسنيو ته وويل: هرځل عمليات شوي ولسي خلک يې له ځان سره وړي، مونږ نه پوهېږو چې کومې خوا ولاړ شو، که بمبار وشي که د کلي خلک يوړل شي حکومت يې هم په اړه څه نه وايي. (بس د امريکايانو خپله خوښه ده).
له بله پلوه د غزني د ناوې ولسوالۍ د تنګي په سيمه کې هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د دوو ديني عالمانو د “شهيدانولو” خبر ورکول شوی دی.
د ناوې ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي د ګډو ځواکونو عمليات تائيدوي او رسنيو ته يې ويلي، چې دغه عمليات په وسله والو طالبانو ترسره شوي دي، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي: ( افغان او امريکايي ځواکونو په سیمه کې عمليات وکړل، لسګونه کورونه يې وپلټل، ټوله شپه ماشومانو او مېرمنو د الوتکو د شور او بمباريو له ويرې ويخه تېره کړې، لس کليوال چې هيڅ وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې ګډو ځواکونو له ځان سره يوړل).
په داسې حال کې د ګډو ځواکونو د عملياتو راپور ورکول کېږي، چې تېره شپه بهرنيو ځواکنو د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ اړوند د “بټه خېلو” د کلي پر يوه مسجد بمونه غورځولي چې په ترڅ کې يې درې کوچني ماشومان وژل شوي دي.
د نوبهار يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې وويل، چې امنيتي ځواکونو ځينې شکمن کسان له ځان سره وړي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، له يادې سيمې دولتي ځواکونو پنځه کليوال له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
دوی وايي، چې په مسجد کې له ماشومانو اخوا نور هيڅوک نه ول او زياتوي چې وړل شوي کسان هم ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه د دغو پيښو په اړه په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه او شپنۍ چاپې زياتې شوي، چې ډیری تاوان يې ولسي وګړي پرې کوي.
وخت ناوخت په دغو چاپو او بريدونو کې عام خلک وژل کېږي، زورول کېږي او بنديان کېږي، چې حکومت يې وسله وال طالبان بولي.



