ترافيکي پېښه کې د يوې موسسې څلور کارکوونکی مړه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱): د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې په ترافيکې پېښه کې د يوې موسسې څلور کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې درې پکې مېرمنې دي.

د جخانسور ولسوالۍ سرپرۍت اميد بلوچ رسنيو ته ويلي، چې دغه ترافيکي پېښه پرون ماښام د زرنج ښار د ډاکو په سيمه کې د موټر د ډير ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا مشر انجنير فريد عظيم وايي، ياد کسان په نيمروز کې د ولسي تړون پروګرام د يوې همکارې موسسې کارکوونکي و چې دفتر يې په چخانسور ولسوالۍ کې دی.

هغه وايي، چې په دغه پېښه کې د يادې موسسې څلور کارکوونکي وژل شوي چې درې پکې مېرمنې دي او يو بل تن ټپي دی.

د نيمروز د امنيې قومندانۍ چارواکي هم دغه پېښه تائيدوي او وايي، چې د موټر د تېزرفتارۍ له امله پېښه رامنځته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button