لیکوال:ابوبکرعظیمی
ځواب:نه
دادکفارو موقتی مزدوران دی که کله هغوی نه وو نو دوۍ به هم نه وی.
دلیل یی واضح دی.
مونږ یی له افغانیت څخه انکارنکوو خو له هیواد اواسلام سره پرخیانت اوغلامی یی هم سترګی نشو پټولای.
که افغان ځواکونه دهیواد ساتنی اوترقی لپاره جوړشوی وی نوبیاولی دافغانستان له حریم څخه دفاع نکوی ولی دمظلومو افغانانو پوښتنه نکوی هغه چه امریکایانو بمبار کړل او ولی یی انتقام نه اخلی ولی ددوی په حضورکی کفار داسلام سپکاوی کوی نو کله اوڅه وخت به دوی خپل اسلامیت او افغانیت ثابتوی ایا همدایی وخت ندی؟
ایا اسلام صرف تراودس اولمانځه پوری محدود دی او دقرانکریم دانور احکام او اوامر عبث دی؟.نعوذباالله من ذالک.
افسوس.
ددوی ټول اسلام همدومره ده چه څومره یی امریکا غواړی.
که کله هم دالله.ج. کوم حکم او امر دامریکا له ګټو سره په ټکرکی وو او دکفارو لپاره یی ضرر وو نو دابه ترهګری وی بیابه زمونږ ځواکونه دالله.ج. دهغه حکم پرخلاف عمل کوی لکه چه نن یی مونږ اوتاسی شاهدان یو.
همدا راز کوم افغان غیرتی عسکر چه کله خپله دټوپک شپیلۍ پرامریکایانو ور واړوی او قتل یی کړی نو بیاهمدغه افغان ځواکونه خپل عسکر چه دکفارو قاتل دی په شهادت رسوی خو کله چه امریکایان پر افغان ځواکونو بمبار وکړی بیا نه انتقام شته او نه پوښتنه.
اوهیوادساتنه یی هم له هغه چاڅخه ده کوم چه امریکایان یی نه غواړی او پاک مسلمان وی اګرکه هغه مسلمان افغان هم وی.
نو افغان ځواکونه ددی پرځای چه خپل هیواد له پردیوڅخه ازاد کړی بلعکس له پردیو سره اوږه پراوږه دافغانانو کورونه تلاشی کوی وینی یی تویوی اوبی عزتی یی کوی پرکورونو یی چاپی وهی او یرغلګروته د هیواد لاری کوڅی ورښیی ترڅو ښه بلد شی.
دافغانانو دبمبارولو او وژلو لپاره له هغوی څخه مرسته غواړی نو هیواد ساتنه اوترقی به همداسی وی؟
دا ځواکونه نه دوطن په ګټه دی اونه ددین اونه هم دافغانانو نمایندګی کولای شی.
ترتعلیم اوتربیی څخه نیولی بیاترمعاش مصارف اسلحه ټانګونه طیاری خوراکه هرڅه یی له امریکاڅخه دی حتی اصول اوضوابط همدارنګه قومانده یی هم دامریکایانو پر لاس ده نو دا ځواکونه څنګه دهیواد او خلکو په ګټه تمامیدیشی؟
دا هغه ځواکونه دی چه له امریکایانو څخه دفاع کوی په مرګ یی خپه کیږی اود دین دطالب اوعالم په مرګ خوشحالیږی او دعامو افغانانو په مرګ بیا چوپه خوله دی.
خلاصه داشوه چه موجوده افغان ځواکونه داسلام هیواد او افغانانو پرګټه ندی!
















