کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د نورستان ولایت یو شمېر ولسی وگړو له حکومت څخه غوښتي چې په یوه اونۍ کې دې د یاد ولایت والي له دندې ګوښه او پر ځای دې بل د ولایت وړ شخص وګمارل شي.
لاریون کوونکو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په پوښتونستان واټ کې د نورستان ولایت د والي پر ضد سوله ییز لاریونونه کړي دي.
دوی وایي که حکومت یې غوښتنه ونه مني نو د خپلو لاریونونو لمن به تر مرکزه پورې اوږده کړي.
لاریون کوونکو د نورستان والي په اداري فساد، قومي او مذهبي تفرقې اچونې، نورګرام ولسوالۍ ته د دریو ولسوالانو ور پېژندنې او د مخالفینو په وړاندې د نه عملیاتو په تور تورن کړی دی.
لاریون کوونکو یو پرېکړه لیک خپور کړی دی، چې حکومت ته یې د خبرداري په توګه ویلي دي، که یې غوښتنې و نه منل شي نو خپل غږ به دوامداره پورته کړي.
















