کندهار ميوند کې افغان سرتيرو خپل ۴ تنه ملګري په ډزو وژلي دي

(کابل ټکی کام : پنج شنبه، لېندۍ۵ مه، ۱۳۹۴ ل)

سرچینه وايي چې د کندهار ولایت ميوند ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته ۶ تنو افغان سرتيرو په یوه پوسته کې خپل ۴ تنه ملګري په مخامخ ډزو ووژل او د وژل شويو عسکرو وسلې يي طالبانو ته وړي دي .

دغه پېښه د یادې ولسوالۍ اړوند چشمو سيمه کې ماخوستن  ۹ بجې رامنځ ته شوې .

خبر ځای زیاتوي چې په یوه پوسته کې ۱۰ تنه عسکر مېشت وه چې ۶ تنو يي خپل ټوپل خولې په ۴ تنونورو ملګري ور واړولې او ځاي پر ځای يي ووژل او دوي له خپلو وسلو سره طالبانو ته ورغلل .

طالبانو د پېښې په اړه ويلي دي چې دغه ۶ تنه افغان سرتيري ددوي نفوذي ملګري وه چې د اربکیانو په پوسته کې ځای پر ځای شوي وه .

دوي د وژل شويو عسکر وسلې هم له ځانه سره طالبانو ته وړي دي.

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button