روسیه تر اتومي وسلو زرګونه چنده پیاوړی توغندی آزمویي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۵ فرید افغان)
روسي چارواکو رسنیو ته ویلي چې هیواد یې داسې توغندی جوړ کړی، چې تر اتومي توغندي ۲ زره چنده پیاوړی او تخریبونکی دی.
روسیې ویلي چې دا توغندی یې د ساتان ۲ په نامه نومولی
چې سل ټنه وزن لري او پر یو وخت کې د ۱۵ سرګلولو د انتقال ظرفیت لري.
روسان وایي چې دا توغندی یې د خپلو دفاعي موخو لپاره جوړ کړی دی.
پوځي کارپوهان وایي چې د روسیې د ساتان ۲ په نامه نوی توغندی کولی شي په یوه ګوزار د فرانسې د هیواد په اندازه سیمه لمنځه یوسي.
د روسي چارواکو په خبره؛ د امریکا دفاعي سیستم نشي کولی د دې لوی تخریبونکي توغندي مخه ونیسي.
پدې وروستیو کې روسیې دخپلې پوځي پیاوړتیا لپاره هڅې پیل کړې ترڅو اروپایي ټولنې او امریکا ته خپل پوځي قوت وښیي.
د یادونې وړ ده چې روسیې له ۲۰۰۶ کال نه راپدیخوا خپله دفاعي بودیجه دوه برابره ډیره کړې ده .



