خوست: ګډوځواکونو په شپینۍ چاپه کې د یوې مدرسې ۱۶ زدکونکي او یو استاد وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره شپه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د زنيخیلو سیمه کې ګډو ځواکونو په یوه دیني مدرسه چاپه وهلې چې له امله یې ګڼ شمیر طالب العلمان (زدکړیالان) شهیدان شوي دي.
د سیمې خلک وایي چې ګډو ځواکونو پر مدرسه او کلي باندې شپینۍ چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه د دیني درسونو زدکړیالان او یو د هغوی استاد وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
د سیمې خلک وایي افغان او امریکایي عسکرو له دې وحشت څخه وروسته د کلي خلک له ځانه سره وړي او بندیان کړي یې دي.
افغان چارواکو او ایساف ځواکونو تر دمګړۍ پورې پدې اړوند څه ندي ویلي.
د یادونې وړ ده چې اوس ډیری افغان طالب العلمان د نورو هیوادونو په ځای د خپل هیواد په داخل کې زدکړې ترسره کوي چې وخت ناوخت د افغان او امریکایي ځواکونو له شپینیو چاپو، بندي کولو، مدرسې بندولو او آن د وژلو له ګواښ سره مخ کیږي.
په خوست ولایت کې شاوخوا ۸۰ لویې مدرسې شتون لري چې پکې د هیواد لسګونه زره د دیني زدکړو شاګردان په زدکړو بوخت دي .
د مدرسو استادان او د خوست ځایي خلک وایي چې دوی په دیني مدارسو کې مخالفو اشخاصو ته ځای نه ورکوي خو سربیره پردې بیا هم په اونۍ کې دوه، درۍ ځله په هره مدرسه دولتي ځواکونه شپینۍ چاپې وهي چې تر اوسه یې لسګونه بیګناه وګړي له ځانه سره وړي چې د ډول ډول شکنجو او تعذیبونو ورکولو وروسته یې پداسې حال کې را پریښي چې هیڅ تور یې پرې نه و ثابت کړی.



