ننګرهار: د امریکایانو د اډې په منځ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۸ فرید افغان)

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي؛ چې تیره ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې هوایي ډګر ته څیرمه د امریکایي ځواکونو د اډې په منځ کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه زوروره وه او د دوی سرچینې وایي چې یو شمیر امریکایي پوځیان پکې مړه او ژوبل شوي، چې کره شمیره یې نده څرګنده.
په همدې حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پیښې مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې چاودنه په تکتیکي ډول رامنځته شوې ده چې ۲ تنه امریکاېي پوځيان یې وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
ایساف ځواکونو تر دمګړۍ پورې د یادې پیښې په هکله کوم غبرګون ندی ښودلی.
د امریکایانو د نوې پالیسي ترمخه؛اوس د تلف شویو امریکایي عسکرو جزیات تر هغو نه رسنیز کیږي ترڅو یې چې کورنۍ ته معلومات نه وي رسول شوي.
طالبان وایي چې امریکایي چارواکي خپل تلفات پټوي او پدې توګه غواړي دخپلو عسکرو مرال کمزوری نکړي.
پدې وروستیو کې په بیساري توګه د امریکایي ځواکونو تلفات ډیر شوي چې یا خو امریکایانو ترې چورلټ انکار کړی او یا یې هم ډیر کم منلي دي.
هغه څه چې امریکايي چارواکو وخت پر وخت دا خبرې سپینې کړې او د تلفاتو رسمي ارقام چې د پیښې له جزیاتو په چندونو لږ و، دوخت ضرورت بللی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button