سعودي د زمزم دچینې د پاکولو او له سره رغولو پروژه پیلوي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۹ فرید افغان)
سعودي چارواکو ویلي چې د زمزم چینه چې د نړۍ لرغونې چینه بلل کیږي یوځل بیا له سره رغوي او د پاکولو چارې به یې له سره پیل کړي .
چارواکي وایي؛ ددغې څاه پروژه دوه برخې لري لومړۍ برخه کې یې پنځه پلونه شامل دي چې له ختیځې خوا د زمزم اوبو ته لاسرسی وموندل شي، دویمه برخه کې یې پاکول دي.
د مسجد الحرام د تنظیف ادارې په وینا چې د دې پروژې کار یې دهیواد د پاچا ملک سلمان په امر تر سره کوي چې تر راتلونکو ۷ میاشتو به بشپړه شي.
مسلمانان عقیده لري چې د زمزم چینې اوبه له برکت ډکې او شفا ورکونکې دي.
ساینسپوهانو هم پخپلو څیړنو کې ښوودلې چې؛ د دې چینې اوبه د نړۍ له تصفیه شویو اوبو هم پاکې او سوتره دي.
اوه کاله وړاندې هم د هغه وخت د سعودي د پاچا عبدالله په امر د زمزم څاه د پاکولو پروژه پیل شوې وه چې هره ورځ به ترې پنځه میلیون لیتره اوبه رایستل کېدې.
کله چې ابراهیم علیه السلام او د هغه مېرمن بي بي هاجره د مکې مکرمې په شاړه دښته کې له خپل نوي زیږېدلي زوی اسمعیل علیه السلام سره د اوبو له نشتوالي او تندې سره مخامخ شول، هاجرې هاخوا دېخوا د صفا او مروا غونډیو ترمنځ منډې وهلې چې ناڅاپه یې د اسمعیل له پښو سره خوټېدونکې اوبه ولیدې، بې بې هاجرې د اوبو په لیدلو سره په ډیر حیرت کې شوه او له خولې یې د ‹‹زم زم زم›› کلمات ووتل چې معنا یې ده ودریږئ ځکه نوموړې غوښتل دا اوبه د همیش لپاره همدلته وي.
د پوهانو په آند له همدې امله دې چینې ته د زمزم چینه وایي .
نوموړې چینه له کعبې شریفې شل متره ور آخوا ده.



