کابل کې سرتېری برید شوی

دفاع وزارت وايي، نن ماسپښین شاوخوا څلور بجې د کابل په ډیپلوماټیکه سیمه وزیر محمد اکبرخان کې د دوی د بهرنیو اړیکو پر دفتر سرتېری برید شوی دی.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې برید د وزیراکبرخان مینې په ۱۴مه کوڅه کې د اسټرالیا سفارت سره نږدې شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په یاده پېښه کې نږدې ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

 

د وزیر محمد اکبرخان مېنه ډیپلوماټيکه او ګرین زون ساحه ده چې د ځینو بهرنیو هېوادونو سفارتونه او د دفاع وزارت مهم ځایونه پکې دي او امنیت یې په ټينګه ساتل کېږي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button