له عبرت ډکه کیسه پاچا او وینځه

ژباړه:عاطف صاحبزاده
دوخت پاچاته یوه ورځ خبر راورسیدلو چه په بازارکی یوه وینځه ده چه قیمت یي دسلو وینځو دقیمت څخه لوړدی نوپاچا دوینځي دراوستلو غوښتنه وکړه ترڅودنورو وینځوڅخه یی دلوړقیمت راز معلوم کړی دپاچا مخي ته ودرول شوه پاچا چه وکتله نوداسي کوم ظاهري صفت یی ونه موندلو چه دادی له نورو وینځو څخه غوره یاښایسته وي پوښتنه یي تري وکړه ولي ستا قیمت له نورو وینځو څخه لوړدی؟ وینځي وویل چه زه ډیره هوښیاره یم په پاچا ددي خبرو چندان اغیز ونه کړ او ورته یي وویل یو څو پوښتني درڅخه کوم که سم جواب دی راکړ نوتابه ازاده کړم اوکه جواب دی رانه کړ نو وژنم دي.
لومړي داچه ډیره ښایسته جامه کومه یوه ده؟
اوبله داچه ښایسته خوشبویي کومه یوه ده؟
اوډیرخوندور خوراک کوم یودی؟
اوډیر مستریح فرش یعنی دسملاستو ځاي کوم یو دي؟
اوډیرښکلي ښارکوم یو دي؟
نو وینځي حاضرینو ته مخ کړ او ویي ویل چه ماته دسفر زاد اودسورلۍ آس حاضرکړۍ ځکه زه له قصره تلونکي او ازاده یم بیایي دپوښتنو جوابونه پیل کړل.
هرچه ښکلي جامه ده هغه دغریب سړي هغه یواځینې قمیص دی چه بل قمیص نه لري اوهغه یي داوړي اوژمي لپاره مناسب بولي.
اوښایسته خوشبویي دمور دبدن ده اګرکه هغه اور بلونکي هم وی او داور اودلوګي بوي تري ځي.
اوخوندورخوراک هغه دی چه دلوګي وروسته یي ومومي ځکه وږي لپاره وچه اوسپوره ډوډۍ ډیره خوږه وي.
اوهرچه مستریح فرش دی هغه دی چه ته پري څملي او ذهن دی ارام وي که چیرته ته ظالم وي نوبیا دسرو زرو تخت هم درته ازغې ګرځي.
بیایي د دروازي لوري ته وځغاستل پاچا پري اوازوکړ زما اخرنۍ پوښتنه دی ځواب نه کړه مخ یی راوارولو او ویي ویل:
ښکلي اوښایسته ښارهغه دی چه دجاهلانو ترحکم لاندي نه وي.
جوابونه یی درست کړل او ازادي یي واخیستله.
رښتیادي وویلی ښکلي وطن هماغه دي چه حاکمان یي جاهلان نه وي.



