سیګار: افغان حکومت له امریکایانو غوښتي چې د دوی تلفات پټ وساتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۰ فرید افغان)
د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) وایي چې افغان حکومت اوس د خپلو تلفاتو د پټولو او د هغوی د نه ابلاغ هڅه کوي.
د سیګار اداره وایي چې؛ امریکايي پوځیانو ورته ویلي چې د افغان ځواکونو تلفات په افغانستان پورې اړه لري او افغان حکومت له دوی غوښتي چې په دې اړه یې معلومات محرم وساتي.
جان سوپکو ویلي چې دا دوهم ځل دی چې متحده ایالات د افغان ځواکونو د تلفاتو د کره شمېر د پټ ساتلو هوكړه کوي.
د نوموړي په وینا، د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هغه مهال چې د امریکا او ناټو ډېره برخه ځواکونه له افغانستانه د وتو په حال کې وو، هم له دې پرېکړې سره هوكړه كړې وه.
باید وویل شي چې د سیګار ادارې په خپل یوه مخکني راپور کې د روان کال په لومړیو کې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله بوږنوونکې او د اندېښنې وړ بللې وه.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي چې د تلفاتو د شمیرې پټ ساتل به د افغان ځواکونو د ناکامیو او بریالیتوبونو په اړه د ارزونې مخه ونیسي.
خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا د سیګار خبره نه مني او وايي چې؛د امریکا له پوځي مشرانو سره موافقه داسې شوې چې افغان پوځ به د خپلو تلفاتو راپور ورکوي او د امریکا پوځ به د خپلو هغو.
د نوموړي په وینا چې دوی وخت پر وخت د خپلو تلفاتو خبرونه خپاره کړي دي.
نوموړي ونه ویل چې ولې هغه راپورونه چې د امریکایي ځواکونو لخوا افغان عسکر په نښه کیږي له ورکولو ډډه کوي او هغه چې د وسلوالو مخالفینو او یا هم د ملکي تلفاتو سبب ګرځي تر ټولو مخکې یې دوی پړه پرغاړه اخلي.
امریکا له ۲۰۰۲ کال راهېسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۱ میلیارد ډالر لګولي چې د سیګار د راپور په اساس ۶۰ فیصده یې د پوځ په جوړولو لګول شوی دي.
د سیاسي چارو افغان کارپوه عبدالطیف نظري ویسا ورځپاڼې ته ویلي چې؛ امریکا د افغان ځواکونو د تلفاتو په پټولو سره غواړي په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي
د نظري په خبره، امریکا د افغان ځواکونو د تلفاتو په پټولو سره غواړي په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي.
وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې د جګړې په تمدیدټینګار وکړ او د مخالفینو پر وړاندې یې خپل هوایي او ځمکنۍ جګړه تونده کړ، د افغان او امریکایي ځواکونو مرګ ژوبله کې هم ډیر والی راغی او روزانه لسګونه افغان او امریکایي ځواکونه د وسلوالو مخالفینو د حملوښکار کیږي.
د یادولو ده چې امریکایي ځواکونه هم اوس خپل تلفات تر ډیر نه ښکاره کوي .



