سیګار: طالبان د افغانستان په۵۴ ولسوالیو کنترول لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۰ فرید افغان)
د سیګار نوی خپور شوی راپور وایي چې طالبانو د افغانستان په ډیری برخه حاکمیت خپل کړی او خپل نفوذ یې تر بل هر وخت ډیر کړی دی.
د سیګار په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې؛ د ۲۰۱۷ کال د اګست تر میاشتې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې یې” طالبان په ۱۳ ولسوالیو مستقیم کنترول او په ۴۳ نورو زیات نفوذ لري”.
د امریکا د سرمفتیش اداره وایي چې طالبانو له ۲۰۰۲ کال را وروسته د افغانستان ډیری برخه خپله کړې ده او په مستقیم او غیر مستقیم ډول پرې واک چلوي.
سیګار وايي د طالبانو د کنترول او نفوذ لاندې ولسوالیو کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه خلک ژوند کوي
د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال بیا د سیګار راپور نه ردوي او وایي چې ‹‹دا په دې معنا نه ده په کومو سیمو کې چې زموږ واک نه وي، په هغو کې دې خامخا د طالبانو واک وي، موږ له ځینو ولسوالیو د ستراتېژیک پلان له مخې وتلي یو. شاید طالبان د ځینو ولسوالیو په مرکزونو حاکمیت ولري››
د سیګار راپور داسې مهال خپریږي چې طالبانو په خپلو پخوانیو اعلامیو کې ویلي و چې دوی د افغانستان پر ۵۰ سلنه خاوره کامله واکمني لري.
څرګنده نه ده چې سیګار د طالبانو تر واک لاندې سیمو په اړه معلومات له کومه کړل، خو دغه اداره د امریکا د استخباراتو محرمو اسنادو ته پر لاسرسي سربېره پخپله د اړوندو مسایلو په اړه خپلواکې پلټنې کوي.



