امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول، خو ایران وایي پر دوی به کوم اغیز ونکړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۰ فرید افغان)
امریکا د ایران پر یو شمیر شرکتونو او اشخاصو تازه بندیزونه ولګول او هغوی یې په خپل تور لیست کې داخل کړل.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دابندیزونه د ایران د اسلامي ګارډ سپاه پاسداران پر ۴۱ اشخاصو افرادو او یوه ایراني شرکت لګول شوي دي.
د بندیزونو تر مخه به له یادو اشخاصو او شرکت سره امریکایان هیڅ ډول معمامله نکوي او نه به هغوی امریکا ته سفر کولی شي.
څو ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر ټرمپ ویلي و چې ایران اتومي موافقې ته ژمن ندی او ګواښ یې کړی و چې له یاد تړون څخه به ووځي.
ټرمپ همداراز ویلي و چې پلان لري د ایران په سپاه پاسداران ډله به سخت بندیزونه ولګوي.
پر همدې حال کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې مشر مهدي جعفري ویلي چې “بندیزونه به د ایران د توغندیو شمیره او د هدف ویشتلو وړتیا لا نوره زیاته کړي.”
نوموړي ویلي چې توغندي یې تر ٢٠٠٠ کیلومیټرو پورې واټن ویشتلې شي اوکولی شي په آسانۍ سره امریکا په نښه او امریکایي عسکر لمنځه یوسي .
نوموړي ویلي؛ چې کولی شي د توغندیو پیاوړتیا زیاته کړي خو زیاتوي چې اړتیا یې نه ویني.
د جعفري په وینا؛ امریکا غواړي د ایران اقتصاد ته تاوان ورسوي.



