پکتیکا کې د ځمکې پر سر لانجې د درې تنو ژوند اخیستی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶):د پکتیکا په سر روضې ولسوالۍ کې د خپلمنځي نښتې له امله درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سر روضې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره ورځ مازیگر څلور بجې د محمد حسن په نامه یو تن د خپلو تره زامنو سره د ځمکې پر لاسه نښته کړې، چې له امله یې دوه زامن او یو منځگړی ځای پرځای وژل شوي او پلار دوه نور زامن یې ټپیان شوي دي.
د ښرنې روغتون ډاکټران هم وايي، چې له سر روضې ولسوالۍ درې ټپیان وروړل شوي؛ خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال دادالله هوتک د پېښې پخلی کړی او زیاتوي، چې له پلټنې وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
نږدې دوه میاشتې وړاندې هم په سر روضې ولسوالۍ کې د غره پر سر شخړه کې دوه تنه وژل شوي وو.
پکتیکا د سویل ختیځو ولایتونو څخه هغه ولایت دی، چې د قومي تربگنۍ، د ځمکې او غرونو پر سر شخړو کې لفظي شخړې پکې په مرگ پای ته رسېږي.



