تخار: حزب اسلامي په درقد کې د داعش بیرغ هسک کړی او په چاه اب کې یې کورنه په نښه کړي

راپورتاژ؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۲)
د اسپونتیک خبري آژانس له راپور سره سم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوند وسلوالو د تخار ولایت د ینګي قلعه او درقد ولسوالیو تر منځ د ‹‹نورخیلو›› په سیمه کې د داعش ډلې بیرغ پورته کړی دی.
د آژانس په خبره؛ د دې وسلوالو ډلو شمیر ۴۰ تنه ښوودل شوی او ادعا کوي چې دوی د اسلامي دولت نومې ډلې وفادار سرتیري دي.
په تخار کې د حزب اسلامي ډله پراخ نفوذ لري او وخت ناوخت پر عامه ځایونو او ټولګټو چارو هم بریدونه ترسره کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له کابل ټکی کام سره په اړیکه کې په درقد کې د داعشیانو د پنځیدلوخبر بې اساسه او د استخباراتي کړیو تبلیغاتي هڅه یې بللې ده.
آژانس ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې چارواکو ورته منلې چې دې ډلې په یادو سیمو کې بیرغ پورته کړی خو داچې په رښتیا هم د حزب اسلامي وسلوال دي کنه؟
له څه ویلو ډډه کړې.
بلخوا دهمدې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د دې ډلې یوه زور واکي قوماندان بشیرقانت وسلوالو د سیمیزو خلکو پر کورونو له دې کبله د درنو وسلو بریدونه کړي، چې ګواکې میشت خلک یې جمعیت اسلامي ته وفادار خلک دي.
راپورونه وایي چې یو شمیر خلک له سیمې څخه کډوالۍ ته هم اړ شوي دي.
د بشیر قانت وسلوالو څه موده وړاندې په دو جوماتونو داسې مهال بریدونه ترسره کړي و چې خلکو دماښام لمونځونو ته راټول شوي و.
په دواړو بریدونو کې د کلي ملا امام او لسګونه ولسي خلک وژل شوي و.
د حزب اسلامي وسلوال داسې مهال پدې ولایت کې د داعش بیرغ اوچتوي، چې څو میاشتې وړاندې یې رهبر ویلي و چې، که اړتیا پیښه شوه د داعش له ډلې سره به بیعت وکړي.
څو اونۍ وړاندې د بلخ والي هم حکمتیار د داعش سره په لاس لرلو تورن کړی و او ګواښ یې کړی و چې که له داعش سره یې بیعت مات نکړ، نو هر چیرته یې چې وسلوال سر پورته کړي له منځه به یې یوسي.
بلخوا حزب اسلامي له دولت څخه غوښتي چې باید عطانور د بلخ له ولایت څخه لرې کړي ځکه په وینا یې چې نوموړي هرات ته خپل سفر چې حزب یې (د شخصي کمپاین) هڅه بولي له دولتي امکاناتو څخه په استفادې ترسره کړی و.
باید وویل شي چې تیره اونۍ یو شمیر رسنیو ځینې اسناد افشا کړل چې ترې معلومیده؛ حزب اسلامي د ګډحکومت د مشر قوي ملاتړ له ځانه سره لري .
د چارو د څارونکو په آند که په شمال کې د داعش په نوم د حکمتیار د ملیشې جوړونې خبر رښتیا شي دا به د یوې نوې کورنۍ جګړې پیلامه وي چې ډیری افغانان به یې ښکار شي.



