هندوستان: د درنې چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۲ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د هندوستان په شمال کې د اتراپردیش آیالت د اټومي انرژۍ د بریښنا په مرکز کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې .
چارواکو ویلي چې یاده چاودنه د سخت حرارت له کبله رامنځته شوې ده .

هندي چارواکو ویلي؛ چاودنه داسې مهال رامنځته شوې چې په یاده اتومي بټۍ کې سلګونه تنه کارګران په کار بوخت و .
چارواکو ویلي چې په چاودنه کې شاوخوا ۲۵ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپیان دي چې د ډیرو حالت نازک ښودل شوی دی.
هندي چارواکي وایي؛ په وژل شویو کې د یاد اتومي مرکز ۳ تنه کارکونکي هم وژل شوي دي.
د هغه روغتون مشر چې د چاودنې قربانیان ور وړل شوي رسنیو ته ویلي چې قربانیان ټول سوځیدلي او شیبه په شیبه د مړو شمیره په زیاتیدو ده.
د هندي چارواکو په خبره؛ چاودنه په یوه بیلر کې رامنځ ته شوې ده چې شاوخوا ۶ میاشتې وړاندې په یاد مرکز کې نصب شوی و.
چارواکي وایي چې د پیښې علت تر اوسه نامعلوم دی خو دوی یې په هکله څیړنې پیل کړې دي.

یاد ستیشن ۵۰۰ واټه بریښنا تولیدوله چې تیره ورځ چاودنې یې ټول فعالیتونه ودرول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button