په سوله هم معامله روانه ده!/ خالد روان
د امریکا له یرغل وروسته ټولو فکر کاوه، چې طالبان مات شول او نور حکومت به د امریکا او ناټو په خوښه روان وي. که په ۲۰۰۳ز کال کې کوم کس امریکا او یا کرزي ته ویلي وی، چې سوله وکړه؛ نو حتماً به یې خندل؛ ځکه امریکا په خپل غرور او کرزی د امریکا په ملاتړ باوري وو او خړ پړ طالب ته چا سلام نه کاوه.
طالبانو په تېرو شپاړس کلونو کې د زرګونه جنګیالیو په مرسته داسې وسلهواله مبارزه وکړه، چې ټولې نړۍ فکر نه شو کولی او هغه طالب چې په دوو اوونیو کې یې ورته ټول افغانستان پرېښود؛ د بیا راپیدا کېدو سوچ یې هم نه کاوه.
طالبان د ګوانتنامو، بګرام، څرخي پله، نود، هفتاد او د نورو پټو او ښکاره زندانونو مېلمانه شول. بمبار، چاپې، وهل، ټکول، ځورول، ټپي کېدل، شهید کېدل او نور د طالب له نوم سره وتړل شول؛ خو طالب بیا هم خپله مبارزه روانه وساتله او امریکا او ملګرو ته یې داسې درس وکړ، چې د سپینې ماڼۍ سیاست یې بدل کړ.
کرزي په ۱۳۸۹ل کال کې د سولې شورا جوړه کړه او مشر یې ورته هغه څوک وټاکه، چې اته کاله مخکې یې له امریکا غوښتي وو، چې پر طالبانو غټ غټ بمونه وغوځوي؛ ځکه د برهان الدین رباني زړه په دې بمونو نه یخېده.
رباني یو کال کې سر وخوړ او له لومړي سره د سولې په راس کې هغه کسان راوستل شول، چې طالبانو سره یې دښمني لرله او سوله یې نه غوښته.
د سولې عالي شورا په تېرو اوو کلونو کې لسګونه میلیونه ډالر حیف میل کړل؛ خو نه دسولې څرک معلوم شو او نه هم طالبانو خپله جګړه کې کموالی راوست؛ بلکې جګړه د ارګ تر دروازو ورسېده.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د کونړ والي او د سولې عالي شورا ولایتي رییس د هغو ښکاریانو انځورونه له رسنیو سره شریک کړل، چې ګواکې دوی په کونړ کې د دولت ضد کارونه کول او په اصطلاح د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
په انځورونو کې ښکاري، چې ټول راوستل شي خلک عام کسان دي او کېدای شي د څو روپیو او بېکارۍ له امله یې د کونړ د چارواکو غوښتنه منلي وي او انځور اخیستلو ته تیار شوي وي.په انځورونو کې د تسلیم شویو سره د ښکار ټوپکونه دي او ښکاریان معلومېږي.
حکومت دې د سولې سره دوه ګونی چلند نه کوي؛ بلکې د واقعي سولې لپاره دې عملي ګامونه واخلي. ګنې حکومت خو هره ورځ د سلو کسانو د تسلیمولو خبره کوي؛ خو تاسې په جګړه کې کوم ښکاره بدلون ولید؟



