د ژمي مازدیګر له وسلوال طالب سره (اوله برخه)

لیکــوال: فرمان الله نجرابوال
لومړی شی چې خدای جل جلاله پنځولی دی هغه قلم دی. قلم چې لیکي هغه بي طرفه ،بې پرې وي.
دغه راز ځېنې تاریخي پېښې د اتلانو کارنامې دهغوی سرښندنې او قربانۍ ډېر په ویاړ سره لیکلي دي او درګرده لګیا دی لیکي يي .
هو ! قلم په نړۍ باندې چې کوم ناورین تیری شوی دی او روان دی په ځانګړې توګه په افغانستان کې چې کوم ناروین روان دی ددې کیسې کوي.
هو ! قلم د يو أزاد شاهد په څېر دی همدا قلم کولای شې چې پرته له کومې وېرې پر قاتل شاهدي وركړي ،قلم تل هغه خونګارې څېرې بربنډه کړې دي دغه راز د سولې دوښمنان، د زرهاؤ کسانو قاتګ د خاورې پلورنکو او د هېواد د اشغال پر مهال د یرغلګرو دلاسپڅو ،بوټپاکانو د دوی په چوپړ کې هغه څېرې قلم د غم اوښکو په بدرګه د تارېخ پر پاڼې لیکي دي او لا دوام لري .
هو ! قلم په ډېره مینه په ورین تندي د زړه په وینو د خوښۍ په قیمتي اوښکو د هېواد داصیل بچیانو او د اشغال په وړاندې ولاړ ځوانانو ،دکلک هوډ لرونګو اتلانو د ابراهیم خلیل د لارې لارویانو ،د إیمان اسلام غیرت په وسله سمبال ځوانانو مبارزې او فداکارۍ او د دوښمن په ګونډو کول د تارېخ پر زرینو پاڼې لیکي دي .
هو ! لیکوال قلم د کوم ګوند د خوځښت له پاره کار نه کوي .قلم او لیکوال خلکو ته حقایق راسپړي قلم ازاد او خپلواك دی همداراز دقلم خاوندان لیکوالان هم آزاد او خپلواک دي له بلې خوا د بیان ازادۍ اصول همدادي چې هر لیکوال ازاد دی او څه چې لیكې هغه بې پرې وي.
درنو لوستونكو ! انتظار شېبې رالنډوم او هغه حقایق درته راسپړم چې پر ما تیر شوي دي او په خپلو ګنګارو سترګو بالمشاهد ولیدل کیداشې زما په څېر ډېر ځوانان له حقایق لېرې پاتي وي او ممکن ډېری هېواد وال مو د غربې رسنیو او په افغانستان کې د کرایه شویو رسنیو تر پوچ تبلېغاتو اغېز لاندې راغلي وي دا ډول خلكو ته دا ځېنې حقایق راسپړل مې خپله دنده وګڼله او تاسو سره یې شریکه وم .
په کال ۲۰۰۱ ز کې د طالبانو اسلامی نظام سقوط وکړ او امریکا د دستمبر د یوسلمې دپېشې په پلمه په افغانستان باندې راغلل ،ګران افغانستان یې اشغال کړ.
هو ! امریکایانو له ځانه سره یو طرحه جوړه کړې وه چې مونږ به دا د ګوتو په شمار وسوال طالبان دافغانستان له خاورې د تل لپاره ختموو .
دوی د راتګ سره سم په ظلمونو ،شکنجو،ډول ډول تعذیبونو باندې لاس پورې کړ.ځېنې ځوانانو یې د طالب په نوم د تورو تمبو شاته واچول او ځېنې نور ځوانان یې په پټه توګه دټانګونه لاندې کړل چې اوس هم د دوی میندې ددوی په انتظار تل دكورونو دروازې څاري.
ځوانان یې د وسلوال طالب په نوم شهیدان کړل. علماء کرام یې د ترهګرو او وران کارو په نوم شهیدان کړل. مدرسې یې د وسلوال طالبانو دپټنځایونو په نوم ړنګې کړې ښونځې راته بمبار کړل دغه راز امریکایانو د افغانستان دخاورې داشغال ترڅنګ د ځوانانو ایډیالوژۍ او فكرونو هم یرغل وکړ. او ګران هېواد کې دنظامې جګړې سربېره پر فکرې جګړې لاس پور کړ.
دا یو څرګند حقیقت دی چې کوم هېواد د وسلې په زور اشغال شي هغه په ډېره لنډه موده کې ازاد کیدلی شي خو کوم هېواد دفکرې جګړې په زور اشغال شي د هغي ازادول لېسزې وخت نیسي.
هو ! امریکایانو چې راغلل مونږ ته یې وسلوال طالبان ناسم تعریف کړل . دوی راته هر وخت طالبان داسې را وپېژندل چې ګواکي دوي وران كاري دي .وسلوال طالبان په جوماتونو کې چاودنې کوي،پلونه ،روغتونونه ټول ګټې ځایونه په بمونو الوزي خو خبردااار داټول پوچ تبلېغات دي چې ځما په څېر ډېر ځوانانو د حقایق لېرې پاتې دي .
دهمدې حقایقو د را برسېره كولو په موخه د هېواد بېلا بېلو ولایتو ته تلی وم او ځېنې ناولی حقایق مې راټول کړي دي چې په پاتې برخو کې یې له هېوادوال سره شریک کړم..
ان شاءالله



