(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۰ فرید افغان)
امریکایي ورځپاڼې نیوریارک ټایمز د امریکا د لوړپوړ چارواکو له خولې خبر ورکړی چې په افغانستان کې یې د ځواکونو شمیر له هغه څو چنده لوړ دی چې رسنۍ پرې خبرې دي.
نیویارک ټایمز لیکي؛ هغه شمیرې چې امریکایان یې رسنیو ته ابلاغوي دادي چې؛ امریکا په افغانستان کې ۱۰ زره سرتیري لري چې ټول نړیوال محارب ځواک تر ۱۳۰۰۰ پورې رسیږي او د ناټو د تازه پریکړې سره سم به دا شمیره تر ۱۶۰۰۰ پورې ورسیږي.
د نیوریارک ټایمز په خبره؛ دا هغه ارقام دي چې امریکا غواړي افغان ولس او د سیمې هیوادونه پرې وغولوي او اصلي شمیر یې له دې څخه په چندونو لوړې دي چې شمیر یې لسګونو زرو ته رسیږي.
ورځپاڼه وایي؛ اوسمهال په افغانستان او نوره نړۍ کې په مخفي عملیاتو کې ۳۷۸۱۳ امریکا نظامي ځواکونه حضور لري چې د دې ډلې غوڅ اکثریت په افغانستان کې دي.
چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې امریکا غواړي په افغانستان کې تر ۵۰ کلنو نور هم په افغانستان کې خپل نظامي حضور ولري، ترڅو له یوې خوا د دې هیواد له طبعي سرچینو څخه خپله اقتصادي رغونه وکړي او له بل لوري د سیمې د رقیبو هیوادونو څخه د ورپیښو خطرونو له نږدې څارنه او نظارت ترسره کړي .
دا لمړی ځل نه دی چې د امریکایانو د شمیر په هکله محرم معلومات ابلاغیږي، بلکې په تیر کې هم ځینو افغان چارواکو رسنیو ته د لسګونو زرو امریکایي ځواکونو د شتون پخلی کړی و.


















