(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۰ فرید افغان)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د دې ګوند د مرکزي شورا د درې ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ وويل چې، له اوسني بحرانه د وتو یوازينۍ لاره ټاکنې دي او دا ګوند د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په راتلونكو ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو دى.
نوموړي زیاته کړه چې؛ را روانې ټاکنې د حزب اسلامي لپاره خورا اړینې دي،او په وینا یې چې د ګوند ټول غړي دې راروانو ‹‹برخليک ټاکونکو›› انتخاباتو ته چمتو واوسي.
د حکمتیار په خبره؛ ټاکنې په هېواد کې موجوده بحران ته د خاتمې ورکولو لپاره اغېزمنه وسيله ده.
حکمتیار له خپل ګوند څخه وغوښتل چې راتلونکو ټاکنو ته دې با استعداده او وړ شخصیتونه ور وپیژني تر څو چې په راتلونکي کې خلکو او هیواد ته د خدمت جوګه وګرځي.
د حزب اسلامي مشر څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په خپله په ټاکنو کې د ګډون لیوالتیا نه لري او هغه ګوند به بریالی کیږي چې حزب یې ملاتړ وکړي.
نوموړي هغه خبرونه تحریف شوي وبلل چې ګواکې حکمتیار افغان جګړه قومي بللې ده.
حکمتیار د ځینو رسنیو له هغو نیوکو وروسته چې نوموړی پر ملکي اهدافو د نړیوالو ځواکونو د بمباریو او په ټوله کې پر ملکي تلفاتو هیڅ څرګندونه نه کوي وویل چې ټول هغه بریدونه غندي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
حکمتیار زیاته کړه چې د هغو غیر مسلمانانو وژل هم غندي چې بې ګناه وګړي وي.
د شنونکو په باور حکمتیار غواړي چې په ټاکنو کې د پراخ حضور له لارې خپل ګوند واک ته وروسوي او ښایي چې نوموړی په راتلونکي کې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره هم ځان کاندید کړي


















