سلګونه افغانان په يمن کې د سعودي په پلوۍ جګړه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۱):ايران له تېرو څو کلونو راهيسې د سوريې جګړې ته افغان ځوانان استوي، خو اوس داسې راپورونه ورکول شوي، چې د ځوانانو سربيره دغې هېواد له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان هم يادې جګړې ته استولي دي.
په عين حال کې نيويارک ټايمز په يوه راپور کې ويلي، چې سلګونه افغانان په يمن کې د حوثي شيعه مليشو پرضد د سعودي په پلوۍ جګړه کوي.
د تېر اکتوبر په لومړيو کې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي و، چې د ايران سپاه پاسداران په سوريه کې د بشارالاسد په پلوۍ جګړې ته له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان استولي او پر دغه هېواد يې غږ وکړ، چې يادې جګړې ته دې د ماشومانو لېږلو لړۍ بنده کړي.
د دغه راپورونو وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم له ايران غوښتنه وکړه، چې د سوريې جګړې ته د کم عمره افغان ماشومانو د لېږلو چارې ودروي.
د ياد وزارت وياند احمد شکيب مستغني رسنيو ته ويلي، چې ايران په زوره او د پيسو په لالچ ورکولو افغان ځوانان دغو جګړو ته استوي.
تر دې وړاندې هم په سوريه کې د افغان جګړه مارانو راپورونه ورکول شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په دغه جګړه کې د کم عمره افغان ماشومانو د لېږلو خبر ورکول کېږي. ډيری افغانانو د سوريې په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې جسدونه يې همالته په ايران کې خاورو ته سپارل شوي دي.
خو اوس له امریکا څخه نشرېدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ځينو سرچينو په حواله ادعا کړې، چې نږدې زر تنه افغانان په يمن کې د سعودي په پلوۍ جګړه کوي.
ورځپاڼه ليکي، دغه افغانان په پاکستان کې د کډوالو له پنډغالو يمن ته تللي او هلته د سعودي عربستان په پلوۍ د حوثي ياغيانو پر خلاف په جګړه کې برخه لري.
په سوريه کې جنګېدونکي د افغانانو ډلې ته د فاطميون ليوا ويل کېږي، ورځپاڼې ليکلي چې دغه ليوا په يمن کې هم فعالیت کوي او په جګړو کې د شيعه حوثي ياغيانو په پلوۍ په جګړو کې ګډون کوي.



