سختې زلزلې په ایران او عراق کې لسګونه تنه وژلي دي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د ریختر په کچه ۷.۳ درجې زلزلې له امله په عراق او ایران کې لسګونه تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
د فارس نیوز د راپور تر مخه؛ زلزلې د ایران او عراق ترمنځ سرحدي سیمې ځپلې او ګڼ مالي او ځاني خسارات یې اړولي دي.
لمړني راپورونه ښیي چې په زلزله کې تر ۹۰ ډیر کسان وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپیان دي.
د ایرنا خبري آژانس ویلي چې زلزلې د ایران دسرحدي سیمو ۸ کلي وران کړي دي.
د زلزلې ټکانونه په اسرایلو، ترکیه، سعودي عربستان، او کویټ کې هم محسوس شوي، چې په کویت کې يې ۴ تنه ټپیان کړي هم دي.
د زلزلې مرکز د عراق ختیځ سرحد ته نژدې د کردستان د حلبجه ښارګوټی ښودل شوی دی.
د زلزلې له امله بریښنا پرې شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د امریکا زلزله پیژندونکې اداره وایي تر دغې قوي زلزلې وروسته بله د ٥.٣ درجې زلزله هم وشوه چې زیانونه یې واړول.
چارواکي وایي چې د تلفاتو د ډیریدو امکان شته او ښایي د وژل شویو شمیره سلګونو ته ورسیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button