پوتین له اردوغان، اردوغان له پوتین څخه د بښنې غوښتنې تمه لري

کابل ټکی کام فرید احمد
د کرملین ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې له ترکیې دا تمه لري، د روسۍ الوتکې د ویشتل کیدو په اړه دلایل وړاندې کړي، او یا هم بښنه وغواړي.
د ماڼۍ ویاند ديمتري پسکوف وايې، روسيه نه غواړي د ترکيې پر خوراکي توکو باندې بنديزونه ولګوي.
دوه ورځې وړاندې پوتین هم ویلي و، تمه لري چې ترکیه به د پيښې په اړه بښنه وغواړي او که ترکیه دې کار ته حاضره نشي نو د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې به د خرابوالي لوري ته ولاړې شي.
د ترکیې لمړۍ وزیر طیب اردوغان بیا وایې چې اصلاً روسیې ته لازمه ده د پيښې په اړه بښنه وغواړي، او که بیا هم څوک د ترکیې حریم ته داخل شي نو له ورته غبرګون سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده چې له دې پيښې سره نړی یو ځل بیا په دوو قطبونو د وشل کیدو لور ته روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button