د کرېکټ په تاريخ کې لومړۍ ځل د ورځې – شپې ټیسټ لوبې کيږي

(کابل ټکی کام : پنج شنبه، لېندۍ۵ مه، ۱۳۹۴ ل)

د کرېکټ په ۱۳۸ کلن تاريخ کې لومړی ځل دی جې پنځه ورځېنۍ ټیسټ لوبه او ګلابې توپ، چې د ورځې او شپې به ترسره کيږي، لومړۍ ورځ به داستراليا او نيوزيلانډ ترمنځ وي .

د کرېکټ نورې لوبې شل اوريزې او یو ورځنې به د شپې او ورځې ترسره کېدلې ، خو  د ټیسټ لوبه په لومړي ځل د شپې او ورځې ترسره کيږي .

د کرېکټ وتلي لوبغاړي او پوهان وايي دا د کرېکټ په برخه کې یو غټ ګام دی.

دغه راز د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخوانی کپتان اصف اقبال هم دې ته خوشبين دي او زیاتوي چې له دې سره به د کرېکټ مينوال زیات شي .

د کرېکټ چارو شنونکي وايي کله چې په لومړي ځل د شپې او ورځې د ټیسټ لوبې لپاره دغه پرېکړه وشوه نو خلکو ته د خندا وړ وبرېښېده .

سره له دې چې د ټیسټ لوبې مینوال کم وي خو ددغو بدلونو ګلابي توپ او د ورځې او شپې  لامله به يي نندارچيان ډېر شي .

د کرېکټ پوهانو له انده ګلابي توپ او د شپې او ورځې لوبې قوانين به پخواني وي، خو د یوه نوي پیل لامله دغه انتخاب شوی دی .

د دغو بدلونو نو هدف یواځنی د مينوالو جلبول دي .

د هند پخوانی کپتان سنيل ګواسکر هم د ګلابي توپ او د شپې او ورځې ټيسټ لوبې په اړه ښه نظر ورکړی .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button