کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ مربوط د روح اباد په سيمه کې نن له غرمې وروسته د بهرنيو ځواکونو په موټريز کاروان موټربم سرتيری برید شوی او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت پېښه تائيدوي او وايي، چې د بارک نيکه ليسې په اړونده سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو د يو تونس ډوله موټر په واسطه چاودنه شوې.
نوموړي، په چاودنه کې د اوښتو تلفاتو له ورکولو ډډه کړې.
ځينو سرچينو ويلي، په دغه بريد کې د هوايي ډګر بهرني ساتونکي چې د رومانيا هېواد عسکر دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کېږي، رومانيايي عسکر د کندهار د هوايي ډګر د ميشتو بهرنيانو د امنيت ساتنې مسئوليت په غاړه لري.
عیني شاهدان وایي چې د بهرنيو ځواکونو زغروال موټر یې لیدلی چې په بشپړه توګه له منځه تللي او پکې سپاره ۵ بهرني سرتیري په مړژوانده حالت کې په امبولانس هلیکوفترو کې نقل شوي. چې ډیر ګمان داده چې ټول وژل شوي دي.
طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی يوه سرتيري بريدګر (عزت الله کندهاري) له لوري د موټربم په توسط په بهرنيو ځواکونو برید شوی.
طالبان وايي، دغه بهرنيان د کندهار له هوايي ډګره په ګزمه راوتلي و او په وينا يې چې د بريد له کبله د هغوی دوه زغروال ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ شوي او پکې سپاره ۱۴ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته د بهرنيو ځواکونو حرکات او نظامي فعاليتونه زيات شوي، چې ورسره سم طالبانو هم پر هغوی خپلو بريدونو ته زور ورکړی.
دا په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار کې پر بهرنیو پوځیانو درېیمه حمله ده.



