ولې په قرآن کريم کې تکرار ډېر دی؟

ژباړن :منيب الرحمن رحماني
ډېر کله دا سوال غير مسلمانان کوي چې ولې قرآن کريم کې تکرار خبرې او جملی زياتې دي؟
کله کله عام مسلمانان هم دا فکر کولی شي ،ددې پوښتنې د ځواب لپاره مې دا لنډه توضیح را ټوله کړه.
لومړی : قرآن کريم د ذکر کتاب دی، يو څوک چې څومره ډېر ياد شي هومره ښه ورباندې لګي او د هغه شخص نه راضي کېږي،زموږ په دين کې ذکر ډېر لوړ ځاي لري او موږ ته ثواب هم د ذکر په اندازه راکول کېږي،نو که څومره موږ قرآن کريم تکرار ولولور هومره یې موږ ته ثواب ډېر دی.
دوهم : قرآن کريم ددعا کتاب دی،څنګه چې کله څوک د خپل پلار نه يو څه شی غواړي نو په لومړي ځل يي نه اخلي خو اسرار کوی نو بيا واخلي، نو د غوښتنې يعنې دعا تکرار په اخري درجه په ځاي خبره ده.موږ د خپل رب تعالي نه تکرار غوښتنه کوو،دعا کوو چې موږ ددوزخ د اور نه وژغوري او که ټول عمر په همدې کې تېر شي ډېر په ځاي کار دی ځکه دجنتاو دوزخ غوندې د تل او همېشه والي مسله ده.
دریم : قرآن کریم ددعوت کتاب دی، قرآن کريم ټول انسانيت اسلام او د نجات لارې ته رابولي نو تکرار او بيا بيا دعوت د الله شفقت او رحمت دی او دا کاملا په ځاي او د کامل حکمت کار دی ځکه يو څوک که يو ځل ستا دعوت ونه مني په دوهم ،دريم يي شايد ومني.
څلورم : قرآن کريم ټول انسانيت اؤ هرې طبقې لپاره راغلي، زموږ په جامعه کې چې د نړی د پرتلې سره په کراتو زياته دين ته نیږدې او پابنده پاتې ده ,ددې جامعې او ټولنې اکثريتو خلکو تراوسه يو ځل هم قرآن کريم د ټولې ترجمې سره نه دی لوستی نو که څوک يوه لومړی برخه ولولئ نو بل څوک به يي نيمايي برخه يا اخري لولي او اول به آخر لوستی وي آخر به اول، اوس که نظر دخپلې ټولنې بهر او بيا راتلونکی نسل ته وکړو نو هغوي به څومره قرآن کريم ولولي؟ معلومه ده چې ډېره کمه، نو ددې نقطې له نظره هم تکرار يي کاملا د حکمت نه ډک دی.
څلورم : قرآن کريم يوازې يو معنی نلري، موږ يوازې ترجمه او معنی یی لولو خو عالمان یې د بيا په غرقو اومعنوي معناوو هم پوهېږي،کله چې تفاسيرو ته نظر وکړو نو نو ديو آيت شريف تفسير مخونه نيسي نو دلته مختلفو علمي طبقو ته خطاب شوی ځکه قرآن دعلم درياب دی.
پنځم : جسماني او روحي لوږه په نظر کې نيول شوې ده، څنګه چې معده خالي شي او موږ وږي کېږو همداسې کله چې موږ د قرآن کريم او دینی علمو او علماوو څخه لرې اوسو نو زموږ روح وږی کېږي او که ورته سمدلاسه قرآنی غذا ورنکړو شيطاني غذا يي ډکوي لکه سندرې،دنيوي مينه،لهو لعب،او نور ګناهونه.
دلته چې معدې خالي او موږ جسماني وږي شو نو خامخا خواړه تکرار خورو که نه وي يو هفته وروسته مثلا حتما پلو خورو نو روحي غذا هم همداسې ده نن مو که د قيامت د سورې نه روح ته غذا ورکړه او معنوي تشه مو ډکه کړه سبا به يي د واقعه د سورې نه ورکوو او چې داسې بهد مختلفو برخو نه يي په تکرار سره خپل روح په معنوي اوبو خړوبوو نو دا تکرار هم په قطعي ډول دحکمت نه ډک دی.
او آخری يي هم دا چې قرآن دټول انسانیت او د پيغبر ص دوخت نه ددنيا تر پايه ټولو ته راغلي نو که متوجه شو د جاهلیت په دوره کې عرب د وحشت هغه سرحد ته رسیدلي و چې خپلې لورګانې یې ژوندی خښولې خو قرآن کريم همغه انسانان د نړي تر ټولو سپيڅليو انسانانو په جمله کې راوستل ځکه پيغمبر ص قرآن کريم هغوي تکرار تکرار لوست منطق او عقل وایي چې تکرار يو شی ثابت کوي،یو شی چې څومره تکرار شي هومره ډېر په ذهن کې پاتې کېږي.



