عدلیه وزارت: د حزب اسلامي د مشر په توګه حکمتیار رسمیت نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۳ فرید افغان)
وروسته له هغه چې حکمتیار د افغانستان د حزب اسلامي د لوی ګوند مرکزي شورا په لومړنۍ کنګره کې چې په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې یې رابلل شوې وه، ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د حزب اسلامي په نوم یو ګوند دی نه څو ګوندونه، تازه د عدلیې وزارت ویلي چې له دوی سره د حزب اسلامي د ګوند د مشر په توګه حکمتیار هیڅ رسمیت نه لري.
دې وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې؛ د افغانستان حزب اسلامي د دې وزارت د سیاسي ګوندونو او نفوسو د ثبت، بررسي او انسجام له ریاست سره د ښاغلي ارغندیوال نوم ثبت دی.
عدلیې وزارت کابل ته د حکمتیار راتګ او له حکومت سره دروغې هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې حکمتیار نه شي کولی، چې خپل ګوند د حزب اسلامي په نامه ثبت کړي.
ارغندیوال د حکمتیار له خوا د حزب اسلامي د مشرانو په کنګره کې ګډون نه و کړی او نوموړي رسنیو ته ویلي چې تر اوسه پورې له حکمتیار سره جوړجاړي ته اماده نه دی.
د حکمتیار یوه ویاند ویلي چې؛ هڅه کوي ارغندیوال دې ته وهڅوي چې د حکمتیار له ډلې سره یوه جوړجاړي ته ورسیږي.
د پخواني ولسمشر د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال او وحیدالله سباون دحزب هغه څیرې دي چې لا یې هم له حکمتیار سره جوړ جاړی نه دی راغلی.
ویل کیږي چې؛ حکمتیار هڅه کوي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د دې ګوند له ادرسه په خپله نوماند شي .
حکمتیار ویلي چې ګوند به یې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون و کړي



