پاکستان له تیرې ورځې را هیسې پر کونړ او ننګرهار سلګونه توغندویز بریدونه کړي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۳ فرید افغان)
د کونړ چارواکي وایي چې پاکستاني ځواکونو یوځل بیا د په دې ولایت خپل توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
د کونړ ولایت د امنیې قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنیو ته ويلي چې؛ یاد توغندوییز بریدونه له تیرې ورځې راهیسې دوام لري چې تراوسه تر ۳۴۰ ډیر توغندي د دې ولایت پر مختلفو سیمو لګیدلي دي.
قوماندان زیاته کړه چې؛ یاد توغندي پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې توغول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم پاکستاني ځواکونو پر دې ولایت ۱۸۴ توغندي توغولي و.
د کونړ چارواکي وایي چې له شلطن ولسوالۍ څخه ٤٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي او دا لړۍ لا هم ادامه لري.
له دې سره همهاله د کونړ په ګاونډ کې پر ننګرهار ولایت هم لسګونه توغندوییز بریدونه شوي.
راپورونه وایي چې د تیرې ورځې له مازدیګر راهیسې د اچین پر عبدالخېلو سیمه د پاکستاني پوځیانو له لوري د توغندي توغول شوي.
ځايي خلک وایي ، د توغندیو د لګیدلو له امله د عبدالخېلو سیمې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
دوی وايي، تراوسه لسګونه توغندي لګیدلي او د بېګاه شپې تر ناوخته د توغندیو د لګیدلو اوازونه اورېدل کېدل.
ځایي چارواکو د توغندویو له شمیر پرته بل هیڅ مقابل غبرګون نه دی ښوودلی.
مرکزي حکومت هم تر دمګړۍ پورې د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي



