ابن آزر شه

ملا مطمین

هر ملحد ته درد سر شه مجاهد شه

ورته غشی په ځيګر شه مجاهد شه

 

مدافع د پاک اسلام له ځان نه جوړ کړه

د باطل مخې ته سپر شه مجاهد شه

 

دا مغرور سرونه پورته کړه نېزو کې

هر مفسد زړه ته خنجر شه مجاهد شه

 

سپينې وړانګې را خورې په ترږمو کړه

دې تياره جهان ته لمر شه مجاهد شه

 

د ژوندون په تورو کندو کې ايسار يوو

مونږ ته زيری د سحر شه مجاهد شه

 

د نمرود ياغي بوتان له تېغه تېر کړه

سم  د  وخت  ابن آزر شه  مجاهد شه

 

ځان عادت کړه کړاوو کې مطمئنه

له خوندونو  مرور شه مجاهد شه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button