غزني: د ولايت مقام دوه ساتونکي په خپلمنځي نښته کې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۴): چارواکي وايي، د غزني ولايت د مقام دوه ساتونکي په خپلمنځي نښته کې وژل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان پېښه تائيدوي او وايي، تېره شپه د ولايت دوو پوليسو لومړی خپلمنځي لفظي شخړه کړې او وروسته يې پر يوبل ډزې کړي، دواړه وژل شوي دي.
نوموړی وايي، کله مو چې د خونې دروازه پرانيسته دواړه پکې وژل شوي پراته وو.
د هغه په وینا، تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، چې د دوی شخړه پر څه رامنځته شوې، خو وايي په اړه يې پلټنې روانې دي.



