تانزانيا: د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۵): د تانزانيا په شمال کې يوې مسافر وړونکې “سيسناکاراوان” ډوله الوتکې سقوط کړی، چې له کبله يې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
ياده الوتکه د کوسټال افيشن شرکت اړوند وه او ددغه شرکت مسئولينو ويلي، چې په الوتکه کې د پيلوټ په ګډون يوولس کسان سپاره و، چې ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ياد شرکت له لوري په يوه بيان کې راغلي، چې دغې الوتکې نن سهار ايمباکايي په سيمه کې سقوط کړی او زياتوي چې يادې سيمې ته ورتګ ډېر ستونزمن دی.
تر اوسه پورې په الوتکه کې د وژل شويو کسانو هويت نه دی معلوم شوی، خو چارواکي وايي دوی يې په اړه پلټنه پيل کړې چې معلومه کړي د څه لامل په وجه الوتکه نسکوره شوې ده.
د نوموړي هیواد د هويي چلند د چارو مشر ژولین ادموندس په دغه پېښه ژوره خواشيني ښکاره کړې ده.



