
ښایي راتلونکې اونۍ د سعودي پاچا واک خپل ځوی ته وسپاري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۶ فرید افغان)
د برتانیا مشهورې ورځپاڼې ډیلي میل د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز به تر راتلونکې اونۍ پورې ټول واکونه خپل ځوی او ځای ناستي (ولیعهد)محمدبن سلمان ته پریږدي.
۳۲ کلن محمد بن سلمان دا مهال د هیواد ټولواک مشر ګڼل کیږي چې د دې هیواد د دفاع وزارت سربیره د مهمو دولتي څوکیو مشري پرغاړه لري.
یادې ورځپاڼې ته یې سرچینو ویلي چې ملک سلمان غواړي چې تر دې وروسته په خپل هیواد کې د انګلستان د ملکې په څیر رول په غاړه ولري چې له کوم صلاحیت څخه پرته به د خادم الحرمین لقب له ځانه سره لري.
سلمان په تخت تر کیناستلو څو میاشتې وروسته پخوانی ولیعهد له دندې ګوښه او په خپل کور کې یې نظر بند کړ او پر ځای یې خپل ځوی او د دفاع وزیر محمد بن سلمان وټاکه، چې د دې هیواد دچارواکو له سختو مخالفتونو سره مخ شو .
پر همدې مهال بلومبرګ ورځپاڼې هم د سعودي د یو جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې پاچا سلمان غواړي په لنډه موده کې له خپل واک څخه تیرشي.
محمد بن سلمان په پام کې لري چې په سیمه کې له ایران او قطر سره خپل رقابتونه نور هم زیات کړي .
اټکل کیږي چې نوموړی به د اسرایلو په همکارۍ په لبنان کې د ایران له ملاتړ برخمنې حزب الله ډلې سره هم خپل زور ښوودنه وکړي.
بل پلو د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي چې؛ امریکا د محمد بن سلمان له خپلسریو په ویره کې ده او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او سي آی اې وضعیت له نږدې څاري.
ورځپاڼې ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړ په منځني ختیځ کې د یوې غیرمترقبه خونړۍ جګړې ویره شته.
یادې ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله خبر ور کړی چې د سلمان د ځوی وروستی اقدام چې دخپل هیواد لسګونه چارواکي، سوداګر او شتمن خلک یې زندانونو ته واچول ښایي د خپل مخ پر ځوړ اقتصادي انحطاط د رغیدنې په خاطر ترسره شوی وي.
ورځپاڼه لیکي چې د دې هیواد د اقتصادي پیاوړتیا زور په یمن کې وخوت او اوس هڅه کوي له حزب الله سره د جګړې په خاطر د نیول شویو کسانو په شخصي پانګه خپل کسر پوره کړي.



