نیکولسن: د افغانستان جګړه اوس لا هم په ټپه ولاړ حالت کې ده

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکولسن تېره ورځ NBC News ته ویلي چې د افغانستان جګړه اوس لا هم په ټپه ولاړ حالت کې ده او پرمختګ پکې نه دی شوی.
څلور ستوریز جنرال، نیکولسن له NBC ټلوېزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، ”موږ اوس لا هم په ټپه ولاړ حالت کې یو“. نیکولسن وايي چې د نوې امریکايي ستراتیژۍ یوازې ۳ میاشتې تیرې شوې دي، خو په خبره یې، د نویو ځواکونو او واکونو په ترلاسه کولو سره به له دې ”په ټپه ولاړ حالته“ ووځي.
جنرال نیکولسن داسې وخت د افغانستان جګړه ”په ټپه ولاړ حالت“ کې بولي چې پرون د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ د خپلې نوې ستراتیژۍ دفاع وکړه. نوموړي په افغانستان کې له مېشتو امریکایي عسکرو سره په خبرو کې د هغوی ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ده د ولسمشرۍ له پیل راهیسې، امریکا په افغانستان کې پرمختګ کړی دی.

https://www.youtube.com/watch?v=9xclyZLPVp8

نیکولسن د روان کال په پیل کې هم ویلي و چې د افغانستان په جګړه کې له خنډ سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د خپلې ستراتیژۍ تر اعلانولو وړاندې، ټرمپ په افغانستان کې د نه پرمختګ له امله غوسه شوی و او غوښتل یې چې جنرال نیکولسن د جګړې د نه ګټلو له امله له دندې ګوښه کړي. اوس، نیکولسن وايي، زه باور لرم چې ټرمپ پر ما اعتماد لري.
ډونالډ ټرمپ په تېره اګست میاشت کې د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه. د ټرمپ په ستراتیژۍ کې افغانستان ته د ۳۰۰۰ امریکایي عسکرو لېږل، د هوايي بریدونو زیاتوالی او له هرې لارې پر طالبانو فشار راوړل شامل و چې طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي.
تېره اوونۍ د امریکا پوځ وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر هغه حد ته ورسېد چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر اساس په پام کې نیول شوی و. د امریکايي پوځ په خبره، اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۴ زرو ته رسېدلی دی.
د ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې، په افغانستان کې هوايي بریدونه هم ډېر شوي دي. د امریکا د دفاع وزارت له لوري خپاره شوي معلومات ښيي چې د روان ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې بیا د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې، پر افغانستان ۳۵۵۴ بمونه غورځول شوي دي. امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۶ز کال کې پر افغانستان ۱۳۳۷ بمونه غورځولي وو چې د روان کال په پرتله درې چنده زیات دي. همداراز، په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان پر خاوره ۹۴۷ بمونه غورځول شوي وو.

nightraid_NICA10352_272201c. [downloaded with 1stBrowser]
بل خوا، د هوايي بریدونو په زیاتوالي سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. څو میاشتې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې وویل چې د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ او ژوبله د تېر کال په نسبت ۵۲ سلنه زیاته شوې ده. همداراز، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي چې روان کال په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات درې چنده زيات شوي دي. د یاد کمېسيون وياند بلال صديقي وايي، په روان کال کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې چنده زيات شوي دي.
د هوايي بریدونو تر څنګ، د بهرنیو او افغان ځواکونو شپنۍ چاپې هم زیاتې شوې دي چې زیاتره وخت یې قربانیان ملکي وګړي وي.
د هوايي بریدونه او شپنیو چاپو له زیاتولي سره سره، بیا هم طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پراخې سیمې نیولې او تر خپل نفوذ لاندې راوستې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) د روانې نومبر میاشتې په پیل کې ویلي و چې د طالبانو د واک ساحې تر پخوا پراخې شوې دي. د سیګار د رپوټ له مخې، طالبانو شپږ میاشتې وړاندې، په فبروري کې، د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو پر ۱۱ سلنه برخې واکمن وو او یا یې تر نفوذ لاندې وې، خو په تېره اګست میاشت کې د طالبانو د واک سلنه له ٪۱۱ دیارلس (۱۳٪) ته پورته شوې ده.
سیګار همداراز په خپل رپوټ کې ویلي و چې د هوايي بریدونو د زیاتوالي له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button