د کابل ادارې اوسنۍ کړني د کمونستي دورې یاد تازه کوي

تبصره؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳)
د کمونیزم تاريخ کې د علماو د سپکونې، وژنې، رټنې او ربړونې خبره خورا روښانه ده. روسان پوهیدل ، چې د دوی د استعماري موخو پر وړاندې اصلي خنډ علماء دي.
افغانستان کې د کمونستانو لومړي ګام ايښودو سره زموږ علماو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی .
کله چې امان الله خان روسيې ته خپل استازی واستاوه، چې خپل منځي اړیکې ورسره له سره ورغوي او روسانو هم بالمثل کار وکړ، نو لومړی کار یې دا و، چې بايد علماء بدنام او سپک کړي.
هغه مهال په ګران هېواد کې له محدودو کسانو پرته چا د کمونستانو خطر جدي نه و محسوس کړی یو شمیر علماء، محصلین او ویښ افغانان وو چې د هغوی پر ناوړو ارادو پوه او د ژوند په هر ډګر کې یې مقابله ورسره کوله.
له بده مرغه چې د حکومت او دولت بعضو چارواکو ته د کمونستانو له فعالیتونو پرضد د مسلمانو مبارزینو فعالیتونه خطرناک بریښېدل؛ هماغه و چې د کمونستانو په کړنو یې سترګې پټولې، خو هغوی (د مارکس پلویان) غلي نه وو ناست او ۱۳۵۷ هـ د غوايي په اوومه یې کودتا وکړه، د سردار محمد داؤد خان حکومت یې نسکور کړ، نور محمد تره کی یې په تخت کیناو، چې هغه د خپلو لارښودانو، مارکس، لینن او ستالین نه تطبیق کېدونکي افکار د فرمانونو په ترڅ کې مسلمانو افغانانو ته وړاندې کړل چې په غوڅ اکثریت سره مسلمان مجاهد ملت هغه رد او په وسلوال جهاد یې لاس پورې کړ. افغاني کمونستانو د فطرت موافق دین (اسلام) څخه بغاوت او سرغړاوی شروع کړ، الله جل جلاله د خپل دین ساتونکي (افغان مجاهدین) پرې مسلط کړل، چې له رب العالمین نه منکرین یې ورباندې وځپل، هغوی په خپلو منځو کې سره ونښتل، تره کی د خپل وفادار شاګرد حفیظ الله امین په امر، لارښوونه او قومانده باندې ووژل شو، امین ځان د افغانستان د تاج او تخت واکمن کړ، چې بې شمیره افغانان یې شهیدان، بندیان او هجرت ته اړ کړل؛ خو په هغه باندې خپل باداران شورویان رامسلط شول، دی یې وواژه چې قبر یې هم معلوم نه شو. او هغوی د افغانستان په سمه او غره کې خواره واره شول، کارمل او نجیب یې واکمن کړل. او په ټولوژنو یې لاس پورې کړ ، ډېر افغانان یې شهیدان، بندیان، ټپيان او مهاجر کړل. خو دوی هم رسوا او شرمنده په تېښته مجبور او له افغانستانه سرکوزي وتښتیدل، تاریخ یې تکرار او جغرافیه یې بدله شوه، چې لویه امپراطورۍ یې هم ونړیده.
تر هغه وروسته د مجاهدینو په نامه چور واکان غله پاټک سالاران واک ته ورسیدل چې ډول ډول ظلمونه یې تر سره کړل .
د افغانانو په سرونو کې میخونه ټکوهل شول، د مړي نڅا وشوه، له پتمنو ښځو سینې پریکړل شوې، له هلکانو سره ودونه کول ترسره شول او نور …
بېوزله ولس د دې ټولو ناخوالو او نادودو ننداره کوله، بېوسه او نا توانه و، د ظالمانو په وړاندې یې هیڅ هم نشو کولی، د یوناجي، منجي او ژغورنکي په هیله و. الله جل جلاله د دې ولس آه او فریاد واوریده د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ یوه ډله طالبان ورته را پيدا کړل، هغوی د میرویس نیکه له کندهاره د ګرګین له مقتله او د حضرت احمدشاه بابا له پایتخته سر راپورته کړ، چې د میرویس نیکه تاریخ تازه شو، داخلي ګرګینان یې ووژل شول، د نیکه په څير ملا محمد عمر مجاهد خپل ټاټوبی له افغاني ګرګینانو وژغوره.
تر هغه وروسته د صلیب پایلوچان په هیواد راننوتل او د فرښتوکو طالبانو واکمني یې د داخلي چمچه مارانو پر مټ ونړوله.د سیکولریزم تهداب یې کیښوده ملا یې له سیاست څخه لرې کړې او د هغه د لمنځه وړلو لپاره یې مختلفې برنامې په لاره واچولې .
په فکري، نظري ډول یې د هغوی مفکور ې ورشنډې کړې او د جومات اوممبر له ګردابه یې زړه ورتور کړ
په تدریج سره یې په ملایانو کې چاڼ ته زمینه برابره کړه توندلاري ،منځ لاري یې سره وویشل د توندلارو پر ضد یې عملي جګړه پیل کړه ځکه دوی د غرب د استعماري حضور مخالف و.
او د منځ لارو لپاره یې ډالریز کندو پیاوړی کړ او د خپل ځان د توصیف او د مختلفو برنامو د پر مخ بیولو لپاره یې د کمپاینرانو په حیث وګمارل .
وخت تیریده، منځ لارو هم خپل واک او ځواک له لاسه ورکړل او په غربي کونجاړه روږدي د اوقافو او … ملایانو ته د ټولنې هیڅ وګړی هم په درناوي نه و قائل .
تر دې وروسته یوشمیر یې په مختلفو نومونو ترور شول په چا پسې د ختیځو جګړه مارو پر ضد د شویو جهادونو دوسیې رابرسیره شوې ځکه (کفر یو ملت ده) او څوک بیا د لویدیځوالو سره د لږ نظري مخالفت له امله له نیم خوړلي شخوند نه بې برخې شول.بلخوا یې پر هغو روزنځایونو هم سختې حملې وکړې چې د اسلام د دین نور زدکړیالان پکې روزل کیږي .د هغوی پرضد یې تبلیغاتي سانسور پیاوړی کړی او د هغو شاګردانو سینې یې چې د قران له زرینو انواراتو ډکې وې په بمونو ور څیرې کړې
. هوکې!
شکر دی، چې دلته د اسلامي جديت لمبې لا هم په غرغرو دي، ګنې اوس به يې دلته هم ډېرې مرۍ خپ کړې وې، دا دنګې او سرشاره منارې به نه وې، دلته به هم له اتلسو کالو مخکې د قرآن کريم زده کول منع وو، دلته به هم له څلوېښت کلنو ښکته خلکو حج نه شو کولی، دلته به هم له اتلس کلنو ښکته وګړي مسجد ته نشوای تللی او…
ښه پوهیږو چې دا جګړه د کفر او اسلام تر منځ پیل شوې جګړه ده اګر که ځینې روزل شوي کرایه ماران ورته نور نومونه ورکوي خو حقیقت دادی چې آخر به هم د کفري ځوړتیا په پای سره انجام مومي
په پای کې وایو
چې ای سیکولرانو ! ښه په خلاصو غوږونو یې واورئ تر هغو چې مو په هیواد کې اشغال ګر ځواکونه د هیوادوالو وژونکي او د هیواد ورانوونکي موجود وي هیواد نه جوړیږي، هغو خلاف او له هغوی څخه به د هیواد د بشپړې ازادۍ لپاره هر اړخیزه مبارزه راوانه وې .
هغه وخت مو هیواد جوړیږي چې د علماء کرامو له لاسو او پښو زولنې خلاصې کړو، د قران حافظان له قلف قفسونو ازاد کړو، تر هغو چې علماء کرام خپلو کورونو ته راولو، تر هغو چې د دین د مدرسو دروازې پرانیزو او د حق اواز ترې پورته کړو ولو که دا هرڅه مو د سرونه او د هیواد د لوټه لوټه کیدلو سبب هم شي .
ترڅو چې په دې خاوره کې د ګوتو په شمار څو تنه واقعي مسلمانان موجود وي د اسلام له مقدس دین څخه به ساتنه کوي، ځوانان به د اسلام مبارک دین نه د دفاع ته هڅوي، ځوانانو کې به د دین ساتنې جذبه ژوندۍ کوي او د مسلمانانو ویده ضمیر به ویښوي.



