کاپيسا: بمبار کې ۶ ملکي وګړي شهیدان شوي

تېره شپه د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې د بمبار له امله ۶ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د کاپیسا د والي ویاند، قیس قادري وايي، برید افغان هوايي ځواکونو ترسره کړی دی. قادري وايي چې په وژل شویو ملکي وګړو کې درې ماشومان او ۲ مېرمنې دي.

د والي ویاند وايي، وژل شوې ښځې او ماشومان د طالبانو د یوه قومندان د کورنۍ غړي دي. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان د هېڅ کوم طالب قومندان د کورنۍ غړي نه وو.

 د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد هم ویلي چې بمبار د یوه ملکي وګړي پر کور شوی دی او د کور مشر یې له دوی سره هېڅ اړیکه نه درلوده.

څو ورځې وړاندې هم ګډو ځواکونو په شپنۍ چاپه کې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې ۲۰ زده کوونکي وژلي وو. هغه مهال چارواکو ویل چې په چاپه کې ټول وژل شوي کسان طالبان وو، خو د سیمې خلکو رسنیو ته وویل چې په وژل شویو زده کوونکو کې د زیاترو عمر د ۱۰ او ۱۵ کلنۍ تر منځ و. په همدې ورځ، امریکايي الوتکو د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې ۴۴ ولسي وګړي شهیدان کړل.

د ګډ حکومت هېڅ کوم مشر تر دې دمه د بمباریو په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه هم بهرنیو ځواکونو خپله پخوانۍ خبره ”بښنه غواړو!“ کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button