طالبانو په غزني، کندهار او بغلان ولایتونو کې ۳ پوځي مرکزونه نیولي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳ فرید افغان)
وسلوالو طالبانو تیره شپه د غزني ولایت د دیک ولسوالۍ اړوند د رباط په سیمه کې د اربکیانو پر یوه قرارګاه حمله کړې چې لسګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبان وایي چې یادې قرارګاه ته له ننوتلو سره سم یې له میشتو عسکرو د تسلیمي غوښتنه وکړه خو هغوی ونه منله او ډزې یې شروع کړې.
طالب ویاند رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ادعا کړې چې په دغه څو ساعتیزه جګړه کې یې د ۲۵ په شاوخوا کې اربکي ملیشه وژلي او د هغوی یو شمیر وسایط یې له منځه وړي او ځینې یې د دوی لاس ته ورغلي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري مني چې په یاده سیمه کې جګړه شوې خو د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه یې څه نه دي ویلي.
پر همدې مهال وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې تیره شپه یې دکندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په سالیسوون سیمه کې یې یوه قرارګاه نیولې او د ، ۱۰ په شاوخوا کې عسکر یې وژلي او ځینې نورو یې له خپل مرکز څخه پښې سپکې کړې دي.
د کندهار ځایي چارواکو په دې اړوند څه نه دي ویلي.
بلخوا طالبانو د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند سرخ کوتل سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه بیس چاپه وهلې او ۱۱عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده .
دابریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې ګډوځواکونو په دې وروستیو کې په ولسي وګړو او د دیني زدکړو پر روزنځایونو(مدرسو) باندې خپلو حملو ته زور ورکړی او د شمیرو تر مخه په تیره یوه اونۍ کې تر ۸۰ ډیر ولسي وګړي د امریکایي او افغان ځواکونو په حملو کې وژل شوي دي.



